کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ځيرکو موبايلونو لپاره داسې شيشه جوړه شوه، چې تر ماتېدو وروسته په خپله رغېږي
مات شوى موبايل

د ځيرکو موبايلونو لپاره داسې شيشه جوړه شوه، چې تر ماتېدو وروسته په خپله رغېږي

د سويلي کوريا ساينسپوهانو ادعا کړې ده، چې دوى د ځيرکو موبايلونو لپاره يوه داسې شيشه جوړه کړې ده، چې د ماتېدو وروسته به بېرته په خپله رغېږي.

د ګرانبيه ځيرکو موبايلونو په تړاو همدا يوه ستونزه راروانه ده، چې که چېرته د موبايل شيشه ماته شي يا هم د موبايل په شيشه کومه نښه يا داغ جوړ شي، نو بيا د کارولو نه وي او په يوه لحظه انسان د زرګونو پېسو له تاوان سره مخ شي.

خو اوس تازه د سويلي کوريا ساينسپوهانو ادعا کړې ده، چې دوى د پنبې د تېلو په مرسته يو داسې محلول پېدا کړى دى، چې په مرسته به يې د موبايل ماته شوې شيشه بېرته په خپله جوړه شي.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې ساينسپوهانو د پنبې د تخم څخه دا محلول تيار کړى دى، چې په څو دقيقو کې د موبايل ماته شيشه بېرته رغوي.

دوى ويلي دي، د دې تېلو يو داسې کېپسول به جوړ شي، چې هغه به د موبايل په شيشه کې ايښودل شوى وي او کله چې د موبايل شيشه ماته شي يا هم پرې کومه نښه راشي، نو دا کېپسول به په اتومات ډول په شيشه کې خپور شي او دا شيشه به بېرته ورغوي.

ساينسپوهان په دې اړه ادعا لري، چې په دې طريقه به د موبايل ٩٥ سلنه شيشه بېرته روغه شي او د دې لپاره به يوازې شل دقيقې وخت پکار وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ځمکې په اتموسفیر یافصاء کې فضایي طوفانونه منلې دي، …