کورپاڼه / روغتيا / آیا د کافي څښل مو عمر ډېرولی شي؟
کافي

آیا د کافي څښل مو عمر ډېرولی شي؟

د یو روغتیایې ژورنال د راپور له مخې ویل کېږي، چې د کافي او اوږد عمر ترمنځ اړیکه شتون لري، چې په دې اړه یې په هغه کسانو هم څېړنې کړي، چې په ورځني ډول یې یوه پیاله کافي څښله. د څېړنې وروسته معلومه شوه، هغه کسان چې په ورځ کې له یوې پیالې ډېره کافي څښي، د مرګ خطر یې د عادي خلکو په پرتله ۱۲ سلنه کمه وي.

یعنې هغه کسان چې کافي څښي، د ژوند مرحله یې اوږده وي، خو هغه کسان چې د څښلو عادت یې نه لري، د ژوند موده یې لنډ وي. دغه راز د یوې څېړنې له مخې دا هم ویل شوي، چې د کافي څښل د نارینه وو ۲۰ سلنه او د ښځینه وو ۲۶ سلنه عمر ډېروي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې له دې وړاندې هم په یو روغتیایې ژورنال یوه څېړنه خپره شوې وه، چې له مخې یې ویل کېدل، چې په ورځ کې له دریو څخه تر څلورو پیالو پورې د کافي څښل د روغتیا لپاره زیانمن نه، بلکې ګټور تمامېږي.

راځئ چې د کافي حیرانوونکې ګټې ولولو.

کافي د انټي اکساید یوه لویه سرچینه ده:

ددې لپاره چې ښه روغتیا ولرو، د کافي رایبوفلاوین، پینټوټینک اسید، میګنیزیم، پوتاشیم او نیاسین ورته ګټور تمامېږي. دغه راز د انټي اکسایدو لویه سرچینه هم ده.

ژور خپګان ختموي:

د هارورډ پوهنتون د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې په ټوله ورځ کې څلور یاهم له څلورو پیالو ډېره کافي څښل په ښځو کې د ژور خپګان د پېښېدو خطر ۲۰ سلنه کموي.

د شکر له ناروغۍ مخنیوی کوي:

په ځینو څېړنو کې ویل شوي، چې کافي او د شکر ناروغي سره اړیکه لري. د څېړنې له مخې ویل کېږي چې کافي د شکر د دویم ډول خطر کموي.

دماغي فعالیتونه تیزوي:

ویل کېږي چې د کافي په جوړښت د کافین په نوم ماده شتون لري، چې دماغو ته وړتیا ور په برخه کوي. دغه راز د ذهن حجرو ته وده ورکوي.

د ځیګر له سرطان څخه مخنیوی کوي:

د انګلیستان روغتیایي کارپوهان وایي، چې د ورځې له دریو څخه تر پنځو پیالو د کافي څښل د ځیګر د سرطان خطر ۴۰ سلنه راکموي.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …