کورپاڼه / خبرونه / مجیب الرحمان په بیګ باش لیګ کې کارنامه وکړه

مجیب الرحمان په بیګ باش لیګ کې کارنامه وکړه

مجیب الرحمان په بیګ باش لیګ کې نن کارنامه ترسره کړه او د مخالفې لوبډلې پنځه لوبغاړي يې وسوځول، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

نن د بیګ باش لیګ ۲۰مه لوبه د بریسبین هیټ او هوبارټ هوریکنز ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه هیټ وګټله او لومړی يې هوریکنز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د هوبارټ هوریکنز لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې، چې ډیویډ ملن تر ټولې زیاتې ۳۹ منډې ترلاسه کړې.

مجیب الرحمان بیا په توپ اچونه کې کمال وکړ او په ۴ اورونو کې يې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول.

د ۱۵۱ منډو هدف بریسبین پوره نه کړ او په ۲۰ اورونو کې يې ۱۴۹ منډې وکړې چې د یو منډې په توپیر هوبارټ لوبه کې بریا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه مجیب الرحمان ته ورکړل شوه. نوموړي نن د په بیګ باش کې د خپل کیریر تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه، همدا راز د بریسبین هیټ لوبډلې له لوري هم دا تر ټولو ښه توپ اچونه وه.


همدا راز مجیب الرحمان د بیګ باش لیګ په تاریخ کې څلورم لوبغاړی شو، چې د کمو منډو په ورکولو سره يې ۵ لوبغاړي سوځولي دي.

بیګ باش کې بیا تر ټولو ښه توپ اچونه لسیت ملینګا ترسره کړې ده، چې د ۷ منډو په بدل کې يې ۶ لوبغاړي سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ايا له اصغر افغان وروسته ګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟ ځواب يې دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څه وخت مخکې د دويم ځل لپاره …