کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ له ای سي سي ۱ میلیون ډالر غوښتي و، خو هغوی څومره ورکړل؟

کرکټ بورډ له ای سي سي ۱ میلیون ډالر غوښتي و، خو هغوی څومره ورکړل؟

د افغانستان کرکټ بورډ له ای سي سي د یو میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه، ویل کېږي چې کرکټ بورډ سره پېسې کمې شوې وې او له همدې امله يې ای سي سي ته د پېسو لپاره غوښتنه کړې وه.

کرکټ بورډ که څه هم دا ډول معلومات له رسنیو سره نه شریکوي او ډېر معلومات له رسنیو څخه پټ ساتي، خو تازه معلومات دا دي چې د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ بورډ  ته پېسې ورکړي دي.

په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو څانګې پخواني منیجر او ورزشي خبریال ابراهیم مومند پوسټ کړی دی او لیکلي يې دي چې کرکټ بورډ له ای سي سي نه د ۱ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه، خو هغوی ورته ۴۲۲ زره ډالر ورکړي دي.

د ابراهیم مومند پوسټ لاندې ولولئ:

ابراهیم مومند

دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی بیا بیا په اداره کې دا خبره کړې ده، چې هغه په خپله ډېره شتمني لري او له همدې امله تراوسه پورې د ملي لوبډلې عمومي سپانسر هم نشته.

ځینې سرچینې وايي، چې الکوزی شرکت د ملي لوبډلې عمومي سپانسر  ته بیا هم زړه ښه کړی، خو فرهان یوسفزی په ځای د دې چې له هغوی سره په تړاو خبرې وکړي، په خپل شخصي کاروبار کې مصروفه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

د کورونا زياتېدونکو پېښه له امله د پاکستان سوپر ليګ وځنډول شو

د پاکستان سوپر ليګ شپږم پړاو د کورونا زياتېدونکو پېښو له امله وځنډول شو، چې …