کورپاڼه / روغتيا / په یوه پیاله نیم ګرمو اوبو کې یو لېمو واچوئ او یوه اوونۍ وروسته یې ګټې ووینئ

په یوه پیاله نیم ګرمو اوبو کې یو لېمو واچوئ او یوه اوونۍ وروسته یې ګټې ووینئ

لېمو یوه داسې مېوه ده، چې بې شمېره ګټې لري. روغتیایې کارپوهان وایي، که چېرته هره ورځ سهار په نهاره یوه پیاله نیم ګرمې د لېمو اوبه وڅښل شي، نو د زیاتو ناروغیو مخنیوی کولی شي. دغه راز د لېمو په اوبو کې ویټامین بي، ویټامین سي، پوتاشیم او د کاربوهایډریټ سربېره روغتیایي غوړ هم لري، چې د روغتیا لپاره ګټور وي، که غواړئ خپل وزن کم کړئ، نو هر سهار په نهاره په نیم ګرمو اوبو کې لېمو واچوئ او بیا یې استعمال کړئ. کارپوهان وایي، چې دا طریقه ډېره ګټور، آسانه او داسې طریقه ده، چې منفي اغېزې هم نه لري. دوی وایي چې د لېمو نیم ګرمې اوبه د کلیسټرولو کچه کموي، له بدن څخه اضافي وازده خارجوي او د شپې استعمال یې هم ګټور تمامېدلی شي.

بله خوا ویل کېږي چې د لېمو اوبه یو ډول غوره انټي اکساید او په ډېره اندازه ویټامین سي هم لري، چې د پوستکي مختلفې ناروغۍ له منځه وړي، دفاعي سیستم ځواکمنوي او د میکروبونو پر وړاندې بدن ته د مقابلې ځواک ورکوي. سربېره پردې نیم ګرم لېمو د سرطان او د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي. دغه راز د لېمو په جوړښت کې د پوتاشیم شتون د ګردو د تېږو مخنیوي کوي، که چېرته تیږي موجودي وي هم، د سټرک اسید په وسیله حل کېږي او د متیازو د لارې له بدن څخه خارجېږي.

روغتیایې کارپوهان وایي، چې د لېمو نیم ګرمې اوبه د هاضمې په سیستم کې ښه والی رامنځته کوي. ویل کېږي چې د معدې اړوند ستونزې د قبض، میکروب او یاهم د تېزابو په سبب وي، چې لېمو ورته ګټور تمامېږي. دغه راز دا هم ویل کېږي، چې د لېمو اوبه د معدې اړوند ستونزو ته د اکسیر حیثیت لري. سربېره پر دې یوه پیاله نیم ګرمې اوبه د انسان بدن ته ځواک وربخښي او د طبیعت په ښه کېدو کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …