کورپاڼه / روغتيا / اوس به د ښځو پرځای نارینه د حمل د مخنیوي درمل خوري
ګولۍ

اوس به د ښځو پرځای نارینه د حمل د مخنیوي درمل خوري

ویل کېږي چې د مېرمنو لپاره د حمل د مخنیوي درمل یا ګولۍ له نن څخه ۶۰ کاله دمخه جوړ شوي دي، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې ترې ګټه اخیستل کېږي. دغه راز ساینسپوهانو له تېرو پنځویشتو کالونو څخه د نارینه لپاره هم د متبادلو درملو یا د ګولیو د جوړولو وعده کړې ده، چې اوسمهال یې وعده تر پوره کېدنې رسېدونکې ده، چې وروسته به د درملو له جوړېدلو ذکر شوې ګولۍ د ښځینه وو پرځای نارینه استعمالوي او حمل په مخنیوی کې به ورته اغېزې ښېندي.

د میل آنلاین د ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، چې د نارینه وو لپاره د حمل د مخنیوي درملو یاهم ګولیو د تیارۍ څو پروژې تر اخري مرحلو پورې رسېدلي دي، چې په نږدې راتلوونکې کې به نه یوازې د نارینه وو لپاره د حمل د مخنیوي درمل راشي، بلکې د همدې موخې لپاره به نور توکي هم مارکیټ ته راووځي او د ګټې اخیستنې اجازه به ور کړل شي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې په دغه توکو کې به په ورځني ډول خوړونکي یاهم استعمالېدونکي د حمل د مخنیوي د ګولیو یاهم درملو سربېره جیل (Gels)، میاشتنی واکسین او په کیمیاوي طریقې سره د حمل مخنیوی یاهم د نس بندي. په کیمیاوي طریقې سره د حمل مخنیوی یاهم نس بندي یوه داسې طریقه ده، چې په سبب یې نارینه کولی شي، چې کله یې زړه وي د حمل څخه مخنیوی کولی شي او چې کله یې زړه وغواړي اولاد راوړلی یا زېږولی شي.

دغه راز د راپور له مخې زیاتېږي، چې دغه ټول توکي د ټرایل له مرحلې څخه د تېرېدو په حال کې دي، چې په ټرایل کې یې ډېرې ښې پایلې هم ترلاسه کړي دي او له دې څخه جوتېږي، چې ساینسپوهانو د نارینه لپاره د حمل د مخنیوي د درملو وعده د پوره کېدو درشل ته رسولې ده.

دا هم ولولئ

آیا د غځونو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

الارم هغه آله ده چې په سهار کې مو له خوب څخه راپورته کوي، خو …