کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ستور پوهانو یوه نوې سیاره موندلې ده
سیاره

ستور پوهانو یوه نوې سیاره موندلې ده

ویل کېږي چې د ستوري پوهنې د کارپوهانو یاهم د ساینسپوهانو له لورې یوه نوې سیاره موندل شوې، چې په آزاد کې کهکشان کې د یوازې ګرځېدلو له امله د (یتیمې سیارې) په نوم سره نومول شوې ده.
د خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، ساینسپوهانو یوه داسې سیاره، چې په کهکشان کې په آزادانه ډول سره ګرځي او زموږ د ځمکې په اندازه لویه ده، موندلې. ده راپور زیاتوي چې په دغه موندل شوې سیارې د کوم یو ستوري ړنا نه پرېوزي، چې په همدې سبب همیشه پکې شپه وي.

ویل کېږي چې دغه سیاره میرمن پاساډینا چې د کیلیفورنیا د پوهنتون یوه ستور پېژندونکې او د موندونکې ډلې مشره ده، موندلې ده. د میرمن پاساډینا پر وینا، چې دغه سیاره پخپله شاوخوا کې کوم لمر نه لري او په همدې سبب یې سطحه هم ډېره سړه ده. دغه راز ډیانا ډریګومیر چې د مکسیکو د البوروک په پوهنتون د ستور پوهنې استاد دی، وایي چې ددې وړې سیارې موندنه ډېر اهمیت لري.
ډیانا زموږ د لمریز نظام سربېره د نورو لمریزو نظامونو پلټنه کوي، ترڅو معلومه کړي چې زموږ له دنیا څخه پرته نور څومره لمریز نظامونه شتون لري. ډیانا زیاتوي، چې شاید په دغه تیاره او یتیمه سیاره کې د ژوند امکان نه وي، خو په دې موندنې سره
ساینسپوهانو ته د هغه جهانونو په اړه معلومات ترلاسه کېږي، چې لټول یې ورته ستونزمن وي.

دغه راز څه موده مخکې ویل شوي ول، ستور پوهانو ویلي، چې زموږ د لمریز نظام څخه د باندې یوه سیاره په ناڅاپي ډول ورکه شوې ده. دوی وایي اوس دې پایلې ته رسېدلی دي، چې د کومې سیارې د موجودیت په اړه یې باور درلود، شاید بېخي یې شتون نه درلود. ساینسپوهان زیاتوي چې د فینټم سیاره په اصل کې ګردونه ول، چې د کایناتي ټکر په سبب رامنځته شوي ول، چې د وخت په تېرېدو سره ورو ورو له منځه ولاړل.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …