د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ هم د اى سي سي د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره جايزې په ګټلو راشد خان ته مبارکي ورکړه.
محسن داوړ تېره ورځ د راشد خان عکس په ټويټر کې خپور کړى دى او هغه ته يې د دې جايزې په ګټلو مبارکي ورکړې ده او د ښې راتلونکې هيله يې هم ورته کړې ده.
د محسن داوړ دې ټويټ ته راشد خان بېرته ريپلاى هم ورکړې ده او له هغه څخه يې مننه کړې ده.
I would like to congratulate @rashidkhan_19 on making it to the ICC list. It is indeed a great achievement for Rashid to compete against and beat those who have the privilege of peace,the ones who have no idea of the disadvantage brought about by war. Best of luck for the future. pic.twitter.com/Wa51nCSGZq
— Mohsin Dawar (@mjdawar) December 30, 2020
د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه د راشد خان نوم اعلان کړ او وې ويل چې د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزه راشد خان وګټله.
د راشد خان په بريا د ولس تر څنګ ولسمشر محمد اشرف غني او نورو لوړپوړو چارواکو هم هغه ته مبارکي ورکړه او دا يې د افغانستان لپاره ستر وياړ او افتخار وګڼلو.
دا لومړى ځل دى چې د افغانستان يو لوبغاړى د اسي سي د لسيزې په غوره لوبډله کې هم ځاى پېدا کړ او همدا راز د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم وګټله.