کورپاڼه / خبرونه / کین ویلیمسن له سټیو سمیت او ویراټ کوهلي مخکې شو

کین ویلیمسن له سټیو سمیت او ویراټ کوهلي مخکې شو

د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکی کین ویلیمسن د ای سي سي په تازه درجه بندۍ کې له سټیو سمیت او ویراټ کوهلي نه مخکې شو.

کین ویلیمسن چې د پاکستان پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې ښه وځلېده او ښه توپوهنه يې ترسره کړه، د ای سي سي د ټېسټ توپوهونکو درجه بندۍ کې يې لومړی مقام خپل کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو درجه بندي اعلان کړې ده، چې کین ویلیمسن پکې دوه مقام پرمختګ کړی دی.

تر دې مخکې د اسټرالیا توپوهونکی سټیو سمیت د ټېسټ درجه بندۍ کې لومړی مقام درلود، چې اوس دوه مقامه ښکته شوی او دریم مقام ته رسېدلی دی.

په تازه درجه بندۍ کې کین ویلیمسن لومړی، ویراټ کوهلي دویم او سټیو سمیت په دریم مقام کې دي.

ویراټ کوهلي مخکې هم په دویم مقام کې و.

په نورو لوبغاړو کې د هند اجینکی ریهانی ډېر پرمختګ کړی دی، هغه د اسټرالیا پر وړاندې په دویمه ټېسټ لوبه کې ښه وځلېده او په تازه درجه بندۍ کې يې پنځه مقامه پرمختګ وکړ چې اوس په شپږم مقام کې دی.

همدا راز ډیویډ وارنر او بین سټوکس یو یو مقام شاتګ کړی دی او چیتیشور پجارا بیا دوه مقامه ښکته تللی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …