کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / ملي لوبغاړی سمیع الله شینواری ۳۳ کلن شو

ملي لوبغاړی سمیع الله شینواری ۳۳ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی او مسټر ناټ اوټ سمیع الله شینواری نن خپله ۳۳مه کلیزه لمانځي.

نوموړی چې په دې وروستیو کې په لنکا پریمئیر لیګ کې ولوبېده، په یوه لوبه کې يې چټکه توپوهنه هم ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه يې هم ترلاسه کړه.

سمیع الله شینواری چې د افغانستان لپاره يې ۸۴ نړیوالې یو ورځنۍ او ۶۴ نړیوالې شل اوریزې لوبې يې هم ترسره کړي دي.

هغه په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ۱۸۱۱ او په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې ۱۰۱۳ منډې هم ترلاسه کړي دي.

د ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب هم په ټویټر کې د سمیع الله شینواري یو عکس خپور کړی دی او هغه ته يې د کلیزې مبارکي وکړې ده.


نوموړي همدا راز له سمیع شینواري مننه هم کړې ده چې د هغه تر ټولو ښه ملګری دی.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د سمیع الله شینواري مور هم د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې ده. هغه د مور د مړینې وروسته سریلانکا ته تللی و او هلته يې په لنکا پریمئیر لیګ کې برخه واخیسته.

Loading...

دا هم ولولئ

ابراهيم ځدراڼ

ملي لوبغاړى ابراهيم ځدراڼ ١٩ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان پيليز توپوهونکى ابراهيم ځدراڼ نن ١٩ کلن شو، نوموړى …