کورپاڼه / روغتيا / د زکام او نزلې پرمهال کوم شیان وخورو او له کومو ډډه وکړو؟

د زکام او نزلې پرمهال کوم شیان وخورو او له کومو ډډه وکړو؟

د ژمي په راتګ سره د زکام، نزلې، تبې او ټوخي اړوند ستونزې هم رامنځته کېږي، چې د سر درد، ساړه، د بدن درد او د پوزې بهیدنه هم ورسره وي. روغتیایي کارپوهان وایي، چې په داسې حالاتو بدن مهمو غذایي توکو او دفاعي سیستم ځواکمنېدو ته ډېره اړتیا لري. که څه هم زکام کوم اغېزمن درمل نه لري، خو په داسې حالاتو کې مناسب خواړه استعمالول او د ځینو څخه یې ځان ساتل ګټور تمامېدلی شي. نو راځئ چې په داسې حالاتو کې د لاندې خوړو استعمال ته پاملرنه وکړو، ترڅو ژر تر ژر روغتیا ترلاسه کړو.

خواږه توکي:

د زکام او نزلې پرمهال د ډېرو خوږو شیانو خوړل زیانمن تمامېږي، ځکه چې د خوږو شیانو استعمالول د سوخت سبب کېږي او د بلغم په خارجولو کې ستونزې رامنځته کوي. دغه راز د وینې سپین کرویات هم کمزوري کوي.

شېدو څخه جوړ شوي توکي:

یو ډېره پخوانۍ مقوله ده چې شېدې او ترې جوړ شوي توکي ډېر بلغم پیدا کوي. دغه راز د سینې د سختېدو سبب هم کېږي، نو ښه خبره به دا وي، چې په داسې حالاتو کې له شېدو او ترې د جوړو شوو توکو څخه ډډه وکړو. خو داسې نه ده، بلکې ددې توکو په استعمال سره د بدن دفاعي سیستم قوت مومي او مقابلې ته یې چمتو کوي.

غوښه:

ویل کېږي ددې لپاره چې زموږ بدن د زکام او نزلې پر وړاندې وجنګېږي، پروټین ورته ګټور ګڼل کېږي. دا چې غوښه او هګۍ په زیاته اندازه پروټین لري نو استعمال یې اغېزمن تمامېږي. ځینې روغتیایي کارپوهان وایي، چې د غوښې سره د وازدې خوړل هغه وړتیاوې کمزوري کوي، چې د زکام او نزلې د ختمولو کوښښ کوي. نو کوښښ وکړئ چې د موسمي ناروغیو پرمهال هګۍ، دال، نخود، لوبیا، وچې مېوې او ورېژې وخورئ.

پروسیس شوي توکي:

ویل کېږي چې په مساله دارو او پروسیس شوو توکو کې کاربوهایډریټ وي، چې د ګلوکوزو سطحه ډېروي او د سوخت لامل ګرځي.

کافینو استعمال:

هر ناروغ شخص باید د ناروغۍ پرمهال ډېر اوبه وڅښئ، یعنې د نزلې او زکام ناروغي په عموم کې د اوبو د کمښت په سبب وي. دغه راز د ناروغۍ پرمهال د کافینو له استعمال څخه ډډه وکړئ، ځکه چې په دې سره د بدن څخه اوبه ژر خراجېږي.

چرګ او غوړي لرونکي خواړه:

غوړي لرونکي توکي لکه چپس، برګر، پیزا او نور توکي د سوخت د ډېروالی سبب کېږي، چې بیا دفاعي سیستم کمزوری کوي او د ټوخي د ډېرېدو لامل کېدلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د بدن هغه برخه چې ګوتې ورته ور وړل نه وي پکار

ځینې وختونه موږ پخپله داسې کارونه ترسره کوو، چې په ستونزو کې مو راګېروي، خو …