کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / جاپان داسې موټرې جوړې کړي چې د جنراتور په توګه هم استعمالېږي

جاپان داسې موټرې جوړې کړي چې د جنراتور په توګه هم استعمالېږي

ویل کېږي چې د جاپان مشهور موټر جوړونکي شرکت ټویوټا یو نوی موټر جوړ کړی دی، چې د (پلس پوډ) نوم لري او د خپل وړوکوالي سربېره ډېرې نورې ځانګړتیاوې هم لري، چې د پیټرولو او ګاز پرځای د بریښنا په وسیله د چلېدلو وړتیا هم لري.

راپور زیاتوي چې د ټویوټا لخوا په جوړ شوي وي، ذکر شوي موټر کې یوازې دوه کسان سفر کولی شي. د شرکت لخوا د ورکړل شوي بیان له مخې ویل کېږي، چې ددې وړوکي موټر د جوړېدو ترټولو مهم مقصد یې دادی، چې د سون توکو څخه مخنیوی وشي او د چاپیریال او هوا د پاکوالي سبب وګرځي. نوموړي شرکت هیله مندي ښودلې چې په دې کار سره به یې په خلکو کې د بریښنایي موټرو ګټې ډېرې شي او د پیترولي او ډیزلي موټرو پرځای به ذکر شوو موټرو ته پاملرنه ډېره شي. یاده دې وي چې اوسمهال د نړۍ لوی لوی شرکتونه د چاپیریال او د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوی لپاره د خپلو موخو د ترسراوي لپاره د بریښنایي موټرو څخه ګټه پورته کوي.

د یو شخصي ویب سایټ د راپور له مخې ویل کېږي، د ټویوټا د شرکت ددغه نوی موټر (پلس پوډ) بیه تقریباً تر دولس لکو افغانیو ته رسېږي، خو لا تر اوسه یې د عامو اخیستونکو لپاره مارکیټ ته نه دي را ایستلي. د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه موټر به د عامو اخیستونکو لپاره په ۲۰۲۲ کال کې مارکیټ ته راووځي.

ویل کېږي که چېرته د پلس پوډ په نوم دغه موټرې په مکمله توګه چارج شي، نو تر درې نوي کیلو مترو پورې سفر کولی شي. دغه راز حیرانوونکې خبره یې دا ده چې د جنراتور په ډول هم استعمالېدلی شي، چې یو کور ته تر لسو ساعتونو پورې په مسلسله توګه د بریښنا د ورکولو وړتیا هم لري. یاده دې وي د ټویوټا شرکت په ټوله نړۍ د ځانګړي شهرت درلودونکې دی.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …