کورپاڼه / جالب / د نیوزیلینډ یواځینی سپین نسله کیوي هم له منځه لاړ

د نیوزیلینډ یواځینی سپین نسله کیوي هم له منځه لاړ

ویل کېږي چې نهه کاله وړاندې د نیوزلینډ په هیواد کې پیدا شوی یواځینی د سپین رنګه نسل کیوي مرغه د عملیاتو د ناکامېدو وروسته له منځه تللی دی، چې ډېری کسانو پرې د سخت خپګان اظهار هم کړی دی. راپورونو زیاتوي چې ذکر شوې سپینه رنګه ښځینه کیوي په ۲۰۱۱ کال د میي په میاشت کې پیدا شوی و، چې د منکورا یعنې د لوړ مقام خاوند نوم درلود.

بله خوا ویل کېږي چې دغه مرغه د نیوزیلینډ د پایتخت ویلنګټن څخه په ۱۲۵ کیلو مترۍ د پیوکاها د وحشي حیواناتو په مرکز کې پیدا شوی او د خپلو نادرو جینټکي کیفیتونو په سبب په بشپړه توګه سپین و، چې ځایي خلکو یې پیدایښت د نیکمرغۍ او خوشبختۍ نښه ګڼلې او د خوشحالۍ اظهار یې کړی وو. دغه راز د ماشومانو یو لیکوال (جویی کاولي) د منکورا په نوم یو کتاب هم لیکلی او په ګڼ شمېر نور کارتونونه او د لوبو لپاره لانځکې هم جوړ کړې وې، چې په همدې سبب ډېری خلکو یې پر مړینې د خپګان اظهار هم کړی دی. لکه څنګه چې نوموړی کیوي لس کاله په پرلپسې توګه د خبرونو سر ټکی و، چې په همدې سبب یې په ځانګړي توګه ساتنه هم کېدله.

ویل کېږي چې منکورا د دسمبر په لومړیو کې خوراک، څښاک پرېښود، چې بیا یې وزن هم ورو په ورو کمېدو. کله چې کارپوهانو وکتو، یوازې یوه هګۍ یې درلوده، چې هغه هم نامکمله وه. وروسته له دې د کارپوهانو اندیښنه ډېره شوه او له ټول هیواد څخه ورته ډاکتران را ووغوښتل. بیا یې پکې دویمه هګۍ هم ولېدله، چې د را ایستلو لپاره یې عملیات ترسره او د ډېرو کوښښونو سربېره بیاهم ناکام شول.
د نیوزیلینډ د حیواناتو د ساتنې کارپوهان وایي، چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې یوازې ۶۸ زره د کیوي مرغان شتون لري، چې هر کال ترې دوه سلنه کمېږي. ویل کېږي چې دغه دوه سلنه هم د پیشوګانو او د ځنګلي حیواناتو په سبب له منځه ځي.

Loading...

دا هم ولولئ

د پخواني جومات شاهکارې نقاشۍ ټول ریکارډونه مات کړل

د هالیووډ د مشهورې اداکارې انجلینا جولي د ملکیت لاندې هغه تاریخي نقاشي په ۱۱.۵ …