کورپاڼه / خبرونه / ايرلېنډ په اماراتو کې تمرينات پيل کړل، خو د افغانستان لا نوملړ هم نه دى معلوم
ايرلېنډ او افغانستان

ايرلېنډ په اماراتو کې تمرينات پيل کړل، خو د افغانستان لا نوملړ هم نه دى معلوم

د ايرلېنډ کرکټ ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده او هلته له کرنټين وروسته يې تمرينات هم پيل کړي دي، خو د افغانستان ملي لوبډلې لا نوملړ هم نه دى معلوم.

د جنورۍ په ١٨مه نېټه د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلېدونکې ده، خو نه د افغانستان نوملړ معلوم دى، نه تراوسه د تمريناتي کمپ په اړه معلومات ورکول شوي، نه هم د متحده عربي اماراتو د وېزو په اړه معلومات شته او نه هم د لوبو لپاره ځاى نه دى معلوم شوى.

په داسې حال کې چې افغانستان ١٠ مياشتې وروسته يو ځل بيا د ايرلېنډ لوبډلې کوربه توب کوي، خو کوربه لوبډله په کور ناسته ده او مېلمه لوبډلې تمرينات هم پيل کړي دي.

د افغانستان کرکټ په داسې بد وضعيت کې قرار لري، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى خو د کرکټ څخه په بشپړ ډول ناخبره دى، خو هغه تخنيکي کسان چې ټول عمر له کرکټ سره پاتې شوي، هم په هېڅ غم کې نه دي او يا هم په ټولنيزو رسنيو کې ټوله ورځ ملګرو سره ګپې شپې لګوي او يا هم په چکرو بوخت دي.

که څه هم د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي څه وخت مخکې جلال اباد ته د تمريناتي کمپ لپاره تللي دي، خو کرکټ بورډ يې نه هم تراوسه کوم عکسونه خپاره کړي او نه يې هم په دې اړه معلومات ورکړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى پي ايل ټرافي

د اى پي ايل ٢٠٢١ د لوبو مهالوېش اعلان شو، لومړۍ لوبه به د ممبۍ او بېنګلور ترمنځ ترسره شي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٢٠٢١ کال د سياليو مهالوېش اعلان شو، …