کورپاڼه / بېلا بېل / په نيوزيلېنډ کې ٢٠٢١ کال پيل شو
نيوزيلېنډ ٢٠٢١ کال

په نيوزيلېنډ کې ٢٠٢١ کال پيل شو

په نيوزيلېنډ کې څو ساعته مخکې د شپې ١٢ بجې پوره شوې دي، ٢٠٢٠ کال پاى ته رسېدلى دى او نوى کال ٢٠٢١ پيل شوى دى، ويل کېږي چې نيوزيلېنډ لومړنى هېواد دى چې نوى کال پکې پيل شو.

د نيوزيلېنډ په اکلېنډ ښار کې د نوي کال د پيل په وخت کې په لويه کچه اتشبازي ترسره شوه او نوي کال ته پراخ هرکلى وويل شو.

د اکلېنډ په سکاى ټاور کې بيا د اتشبازۍ يا اورلوبې لپاره ځانګړى بندوبست شوى و، همدا راز د نوي کال د هرکلي لپاره په ډېر شمېر کې خلک هم راغونډ شوي و.

د يادولو وړ ده چې په ټوله نړۍ کې د نوي کال ٢٠٢١ د هرکلي لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي. ځينو ځايونو کې احتياط خپل شوى دى او ځينو ځايونو کې بيا سخت بندېزونه هم لګېدلي دي، همدا راز د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې به هم د نوي کال پر مهال په ٢٣ ځايونو کې اورلوبه ترسره شي.

د کورونا له امله د برج خليفه شاوخوا ضد عفوني شوې ده، همدا راز په فرانسه کې بيا د نوي کال په پروګرامونو بندېز لګېدلى دى او په سډني کې هم سخت احتياطي تدابير نيول شوي دي.

د امريکا په نيويارک کې بيا د نوي کال د هرکلي لپاره په ځانګړي ډول پروګرام نيول شوى دى، خو تر څنګ يې خلکو ته دا هم ويل شوي دي چې احتياطي تدابير دې خپل کړاى شي.

همدا راز په نيدرلېنډز کې هم د خلکو د راغونډېدو او د نوي کال د پروګرامونو د مخنيوي په پار يو مياشتينى ګرځبندېز دوه اونۍ وړاندې لګول شوى دى.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …