کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله کې هم شامل دی

راشد خان د ۲۰۲۰ کال د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله کې هم شامل دی

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان نن سبا ډېر ځلېدلی دی او د کرکټ په نړۍ کې يې د افغانستان نوم ځلولی.

د ۲۰۲۰ کال ختمېدو ته یوازې څو ساعتونه پاتې دي او تازه د کرکټ تر ټولو مشهورې وېبپاڼې اي ایس پي این کریک انفو د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډلې اعلان کړي دي.

راشد خان د کریک انفو د شل اوریزو لوبو د ۲۰۲۰ کال په غوره لوبډله کې ځای پېدا کړی دی.

دا لوبډله چې د کیرون پولارډ په مشرۍ غوره شوې ده، له راشد خان او کیرون پولارډ پرته پکې کوانټین ډي کوک، جاس بټلر،.کی ایل راهول، اې بي ډیویلیرز، نیکولاس پوران، شاداب خان، جسپریت بومرا، جوفرا ارچر او شاهین اپریدی هم شامل دي.

کریک انفو د ارون فنچ په لوبډلمشرۍ د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډله هم اعلان کړې ده، چې تر ټولو زیات پکې اسټرالیايي لوبغتړي شامل دي او د افغانستان یا پاکستان کوم لوبغاړی پکې نشته. د یادولو وړ ده چې افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې کومه نړیواله یو ورځنۍ لوبه نه ده ترسره کړې.

د یو ورځنیو لوبو د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډله:

 

د ۲۰۲۰ کال غوره لوبډله د کریک انفو له لوري د کین ویلیمسن په لوبډلمشرۍ اعلان شوې ده.

د یادولو وړ ده چې افغانستان سږ کال له اسټرالیا سره یوازینۍ ټېسټ لوبه درلوده، خو اسټرالیا دا لویه وځنډوله او کرکټ بورډ وايي، چې د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې به ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

انشا اپريدۍ او شاهين شاه اپريدى

د شاهد اپريدي د لور د شاهين اپريدي سره کوژده، د شاهد اپريدي د کورنۍ غبرګون ښکاره شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين شاه اپريدي لپاره يې کورنۍ د …