د ۲۰۲۰ کال نن پای ته رسېږي او څو ساعته وروسته به نوی کال پیل شي، په ۲۰۲۰ کال کې په شل اوریزو لوبو کې راشد خان دویم توپ اچونکی دی چې تر ټولو زیاتې ویکټې یې ترلاسه کړي دي.
حارث روف
پاکستاني توپ اچونکي حارث روف په ۲۰۲۰ کال کې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیاتې وسکټې ترلاسه کړې دي. نوموړي ۳۷ لوبې ترسره کړې دي چې ۱۱۸۴ منډې يې ورکړي او ۵۷ ویکټې يې ترلاسه کړي دي.
د هغه اوسط ۲۰.۷۷، اکانومي يې ۸.۵۲ او سټرایک رېټ يې ۱۴.۶ دی. همدا راز په یوه لوبه کې يې د ۲۳ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي هم سوځولي دي.
راشد خان
د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان دویم توپ اچونکی دی چې په ۲۰۲۰ کال کې يې په شل اوریزو لوبو کې زیاتې ویکټې اخیستي دي
راشد خان په دې کال کې ۴۵ لوبې ترسره کړي دي، چې د ۱۱۰۹ منډو په ورکولو سره يې ۵۶ ویکټې ترلاسه کړي دي. د نوموړي اوسط ۱۹.۸۰، اکانومي يې ۶.۳۶ او سټرایک رېټ يې ۶.۳۶ دی. همدا راز په یوه لویه کې يې د ۲۲ منډو په بدل کې ۴ لوبغاړي هم سوځولي دي.
شاهین شاه اپریدی
د پاکستان شاهین اپریدی دریم لوبغاړی دی چې په ۲۰۲۰ کال کې يې زیاتې ویکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي په ۳۷ لوبو کې د ۱۰۷۵ منډو په ورکولو سره ۵۲ لوبغاړي سوځولي دي.
له دوی پرته محمد عامر په ۳۶ لوبو کې ۴۲، کریس جورډن په ۴۱ لوبو کې ۴۰، شاداب خان په ۳۲ لوبو کې ۳۸ او مجیب الرحمان په ۳۰ لوبو کې ۳۷ ویکټې ترلاسه کړې دي.
محمد نبي بیا په ۲۰۲۰ کال کې ۲۸ لوبې ترسره کړي او ۲۴ ویکټې يې اخیستي دي، همدا راز قېس احمد په ۲۶ لوبو کې ۲۴ ویکټې اخیستي دي او نوین الحق په ۱۸ لوبو کې ۲۲ لوبغاړي سوځولي دي.