کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ګوګل د انسټاګرام او ټک ټاک څخه د خلکو راګرځولو لپاره نوی ګام پورته کړ
ګوګل

ګوګل د انسټاګرام او ټک ټاک څخه د خلکو راګرځولو لپاره نوی ګام پورته کړ

د ګوګل شرکت د انټرنېټ کاروونکي د نورو اپلیکیشنونو لکه انسټاګرام او ټک ټاک څخه د راګرځولو د او د ګوګل په سرچ پاڼه د ساتلو لپاره نوی ګام پورته کړی دی.

د ګوګل له لوري په سذچ انجن یا پلټنځي کې یو نوی فیچر یا زیاتونه کېږي، چې خلک به پکې د انسټاګرام او ټک ټاک ویډیوګانې نېغ په نېغه وګوري.

یعنې په دې ویډیوګانو د کلیک کولو وروسته به ايپ ته د تګ پرته همدلته خلاصې شي، ځکه ګوګل فکر کوي چې داسې اپلیکیشنونو ته له ورتګ وروسته پکې د دوی کاروونکي هماغلته پاتې شي.

په دې لاره به ګوګل وکولی شي چې خپل کاروونکي همدلته وساتي او همدا راز ډېرې مشهورې ویډیوګانې به هم ورته دلته راوړاندې کوي.

د ټیک کرنچ د راپور په وینا، دا فیچر اوسمهال مشخصو خلکو ته ورکړل شوی دی، چې په انډرویډ او ایفون کې د ګوګل اپلیکیشن په سر کې راځي.

دې ته د شارټ ویډیوز نوم ورکړل شوی دی، چې د اکتوبر په میاشت کې د جوړ شوي فیچر سټوریز نه ډېر بدل دی.

دا نوی فیچر به د ټولنیزو رسنیو ویډیوګانې رااخلي، لکه د انسټاګرام او ټک ټاک، همدا راز د یوټیوب او ځینو نورو اپلیکیشنو کوچنۍ ویډیوګانې به هم پکې وي.

په دې اړه تراوسه پورې معلومات نشته چې د فیسبوک او ټک ټاک ویډیوګانو لپاره د ګوګل شرکت له دوی سره تړون کړی دی او که نه د خپل سرچ انجن د انډیکس پاور په مرسته به دا ویډیوګانې دلته ښودل کېږي.

تراوسه پورې دا معلومات نه دي ورکړل شوي، چې دا فیچر به تر کله پورې ټولو خلکو ته وړاندې شی، همدا راز دا فیچر به یوازې د ګوګل په اپلیکیشن کې وي او که نه د ګوګل کروم په وېب بڼه کې به هم اضافه شي.

د ګوګل د یو ویاند په وینا، د اوس لپاره يې دا فیچر ځینو ځانګړو کاروونکو ته ورکړی دی.

دا هم ولولئ

د ټولنیزو شبکو زیانونو څخه مخنیوی؛ انستاګرام یو نوي فیچر معرفي کړی

د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپانې انستاګرام ددې لپاره چې ځوانان د ټولنیزو شبکو څخه لېرې …