کورپاڼه / خپلواک / نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د خپلواک وېبپاڼې ټول کارکوونکي تاسې ته د نوي کال مبارکي وايي او خدای دې وکړي چې دا کال نېکمرغي راوړي.

د ۲۰۲۰ کال د افغانستان په ګډون د ټولې نړۍ لپاره له لانجو ډک و، چې د کورونا په راتګ سره په ډېری هېوادونو کې ګرځبندېز ولګېده او ډېر تاوان يې واړوو.

خو د ټولو لانجو او د لږو خوشبختیو سره هم د ۲۰۲۰ کال تېر او نور د تاریخ برخه شو.

موږ د نوي کال د راتګ سره نوې هیلې لرو او ستره هیله او ستر ارمان مو دا دی، چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او زموږ ولس او زموږ راتلونکي نسلونه په یو سوکاله، سولییز او خپلواک افغانستان کې ژوند وکړي او له خوښۍ ډک ژوند يې په برخه شي.

په ۲۰۲۰ کال کې د افغانانو سولې ته هیلې ډېرې شوې دي او خدای دې وکړي چې دا هیلې مړاوې نه، بلکې په همدې کال کې پوره شي.

هر څوک د نوي کال له پیل سره د خپل ژوند په تړاو ډېرې هیلې او پلانونه لري او همدا راز تېر کال کې خپلې لاسته راوړنې او هغه کارونه چې ترې نیمګړي پاتې شوې وي، یا يې هم نه وي ترسره کړيو په نوي کال کې یو ځل بیا د ترسره کولو او پوره کولو ژمنه کوي.

ستاسې د ټولو هیلو، ارمانونو او پلانونو لپاره لاس په دعا یو.

د یو سرلوړي او سوله ییز افغانستان په هیله

تل دې وي افغانستان

د خپلواک مشرتابه

Loading...

دا هم ولولئ

خليل احمد

د هند نامتو کرکټر هم منظوري خولۍ په سر کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي خليل احمد هم منظوري خولۍ په سر کړه، …