د افغانستان کرکټ بورډ د رسنیو مسوول وایي چې د ایرلېنډ او زمبابوې هېوادونو سره به ټاکل شوې لوبې په خپل وخت ترسره شي.
افغانستان چې د روانې جنورۍ میاشت کې د ایرلېنډ سره د درې یو ورځنیو لوبو لړي پیلوي، تراوسه ورته افغانستان نوملړ نه دی اعلان کړی، د تمریناتو معلومات نشته او دا لوبې چېرته ترسره کېږي،.دا هم نامعلومه ده، خو د ایرلژنډ لوبډله متحده عربي اماراتو ته تللې ده او خپله لوبډله يې هم یو میاشت مخکې اعلان کړې وه.
اوس تازه د کرکټ بورډ د رسنیو منیجر حکمت حسن په یو ټویټ کې لیکلي دي چې له ایرلېنډ او بیا ورپسې له زمبابوې سره لوبې په خپل ټاکلي وخت ترسره کېږي.
هغه زیاتوي، موږ په یوه وخت کې په څو اپشنونو کار کوو. په څو ورځو کې به ملي لوبډله د لوبو د ترسراوي په موخه له هیواد بهر سفر وکړي.
حکمت حسن همدا راز وایي، افغانستان راتلونکی کال ډېر کرکټ لري، موږ په ټول توان کوشش کوو شته چېلنجونه دفع کړو.
له ايرلينډ او بيا ورپسې له زمبابوې سره لوبې په په خپل ټاکلي وخت ترسره کيږي. مونږ په يوه وخت کې په څو اپشنونو کار کوو. په څو ورځو کې به ملي لوبډله د لوبو د ترسراوي په موخه له هيواد بهر سفر وکړي. افغانستان راتلونکی کال ډير کرکټ لري، مونږ په ټول توان کوشش کوو شته چلينجونه دفع کړو.
— Hikmat Hassan (@HikHassan) December 31, 2020
د یادولو وړ ده چې په تېرو لس میاشتو کې د افغانستان لوبډلې هېڅ نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې، افغانستان لس میاشتې مخکې د ایرلېنډ لوبډلې سره درې نړیوالې شل اوریزې لوبې په خپل کوربه توب ترسره کړې وې او لس میاشتې وروسته بیا هم د ایرلېنډ کوربه توب کوي، خو تراوسه هر څه نامعلوم دي.
د افغانستان د ۲۰۲۱ کال سیالۍ هم د کرکټ بورډ د ناکامه مشرتابه له امله د نامعلوم برخلیک سره مخ دي.