کورپاڼه / خبرونه / د نوي کال په لومړۍ ورځ د راشد خان د خپل پلار او مور لپاره له احساساتو ډک پېغام
راشد خان

د نوي کال په لومړۍ ورځ د راشد خان د خپل پلار او مور لپاره له احساساتو ډک پېغام

د نوي کال ٢٠٢١ په لومړۍ ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان د خپلو مرحومو والدينو لپاره له احساساتو او جذباتو ډک پېغام پرېښى.

د راشد خان مور تېر کال مړه شوې ده او پلار يې بيا له هغه څخه هم مخکې مړ شوى و. د راشد خان د پلار د مړينې په وخت نوموړى په اسټراليا کې و او د خپل پلار په جنازه کې د ګډون نصيب يې هم ونه شو، خو د مور د جنازې پر مهال هغه په افغانستان کې و، چې په جلال اباد کې يې جنازه ترسره شوه.

راشد خان د انسټاګرام په سټوري کې خپلې مور ته ليکلي دي، که چېرته يې له هغې سره يو ځل بيا د ليدو چانس درلودى، نو به يې ورته ويلي واى، چې په غېږ کې يې کلک ونيسي او د هغه سر دې په خپلو لاسونو کې واخلي، چې دومره وژاړي، تر څو يې اوښکې وچې شي.

د دې پېغام سره راشد خان د #RIPMoM او #Missing هشټاګ هم ليکلي دي.

راشد خان مور ته پېغام

همدا راز راشد خان د انسټاګرام په سټوري کې هم د خپل پلار يادونه کړې ده او ليکلي يې دي، چې هره ورځ مې په ياد يې او هره ورځ مې د زړه درد درپسې وي.

هغه د خپل پلار د پېغام سره هم د #RIPdad او #Missing هشټاګ کارولي دي.

راشد خان پلار ته پېغام

د يادولو وړ ده چې راشد خان اوسمهال په اسټراليا کې دى، نوموړي په دې وروستيو کې ډېر ستر وياړونه په خپل نوم کړل، چې نه يوازې د اى سي سي د لسيزې په غوره شل اوريزه لوبډله کې يې ځاى پېدا کړ، بلکې د لسيزې د شل اوريزو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه يې هم وګټله.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …