٢٠٢٠ کال پاى ته ورسېد او له ځان سره يې ځينې ښه او ځينې بد يادونه پرېښودل، چې ښايي تر ډېره زموږ په ذهنونو کې پراته وي.
هسې خو د کورونا له امله ٢٠٢٠ کال ډېر سخت او تاواني کال و، خو بيا هم خلکو چې د تفريح لپاره وخت پېدا کړى دى، نو له هغې څخه يې پوره ګټه اخيستې ده.
په ٢٠٢٠ کال کې هم د ځينو پېښو او کيسو انځورونه کېمرو خوندي ساتلي دي، دلته هم موږ ستاسې لپاره د ٢٠٢٠ کال ځينې په زړه پورې عکسونه راغونډ کړي دي.
د جاپان په پلازمېنه ټوکيو کې ځايي خلک د خپلې عقيدې سره سم د روح د پاکوالي او د خوشبختۍ لپاره په کلنۍ مېله کې په يخو اوبو لامبي او د نوي کال جشن لمانځي. په جاپانيانو کې دا کار له ډېر وخت راهيسې رواج دى.
د جاپان په اوکاياما کې نيمه لوڅ کسان د لښتې د نيولو هڅه کوي، دا لوبه چې هر کال کېږي، پکې پادري يوه لښته د خلکو منځ ته ورغورځوي او هر چا چې دا لښته ونيوله، هغه د کال تر ټولو خوشبخته کس ګڼل کېږي.
د مصر په ښکلې سيمه اسوان کې د نيل سمندر په غاړه يو سړى د خپل اوښ سره مستي کوي.
د هند په پلازمېنه نوي ډيلي کې يو کس د هندوانو د عقيدې سره سم د يمراج بڼه خپله کړې ده او خلکو ته د کورونا ويروس د احتياطي تدابيرو خپلو لارښوونه کوي.
په بيلاروس کې يو سړي له موټر څخه ټانګه جوړه کړې ده، هغه يو موټر د اس شاته تړلى دى، چې بيټري، ګروپونه او د موټرو نور شيان يې هم پکې لګولي دي.
په فرانسه کې چې کله د ګرځبندېز نرمېدو وروسته سينماګانې پرانيستل شوې، نو د فلم کتونکو په منځ منځ کې ځينې کارټونان هم ايښودل شوي و، تر څو ټولنيز واټن وساتل شي.
په سپېن کې د کورونا ويروس له امله د غوايانو د منډې کلنۍ مېله وځنډېدله، په همدې پار يو سړي د يو دوکان مخې ته د غوايانو د مجسمو سره داسې عکس اخيستى دى، چې په لومړي نظر ليدو پرې د رښتيا ګمان کېږي.
د برېتانيې د ډوور ښار د سمندر په غاړه يو مارغه ماسک په خوله کې نيولى دى، دا ښايي دا پېغام ورکړي چې انسانان دې د ماسک اهميت درک کړي.
د وېتنام ٩٢ کلن سړى خپل ١٦ فوټه اوږدو ويښتانو سره د عکس اخيستو پر مهال. دې سړي له تېرو ٨٠ کلونو راهيسې خپل ويښتان نه دي واړه کړي.
د ايټاليې په ساحلي سيمه کې د امنيت لپاره ګمارل شوې ښځه د تمريناتو پر مهال له سپو سره منډې وهي.
په مېکسيکو کې د خپلو غوښتنو لپاره احتجاج کوونکي ټېکسي وانان په ځانګړي ډول احتجاج کوي، چې يو ټېکسي ډرايور چې د سپايډرمېن بڼه يې خپله کړې ده، د ټېکسي سره خپه ناست دى.
د روسيې په پلازمېنه ماسکو کې يو سپى په يو ځايي پارک کې د سکېټ بورډ سره لوبې کوي.