د افغانستان تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي نن خپله ٣٦مه کليزه لمانځي، نوموړى په ١٩٨٥ کال کې د جنورۍ په لومړۍ نېټه په لوګر کې زېږېدلى و.
محمد نبي د افغانستان يو له هغه لوبغاړو څخه دى، چې د افغانستان لپاره يې تر ټولو زياتې لوبې ترسره کړې دي او د افغانستان ملي لوبډلې تر دې ځايه رارسولو او د بشپړ غړيتوب په ترلاسه کولو کې يې تر ټولو زياته او مهمه ونډه اخيستې ده.
محمد نبي چې د افغانستان لپاره ٣ ټېسټ، ١٢٤ نړيوالې يو ورځنۍ او ٧٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، د افغانستان له ځلېدونکو لوبغاړو څخه دى.
👕 Three Tests, 124 ODIs, 78 T20Is
🏏 4162 runs
☝ 207 wickets
🇦🇫 He has played all but 11 of Afghanistan’s full international matches 🤯Happy birthday, Mohammad Nabi 🎂 pic.twitter.com/mJ9Jn9hxBj
— ICC (@ICC) January 1, 2021
هغه په ټېسټ لوبو کې ٣٣ منډې او ٨ ويکټې ترلاسه کړي، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ٢٧٨٢ منډې او ١٣٠ ويکټې اخيستي دي او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ١٣٤٧ منډې او ٦٩ ويکټې ترلاسه کړې دي.
محمد نبي اوسمهال د اى سي سي د نړيوالو شل اوريزو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري او همدا راز د يو ورځنيو لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې دويم مقام لري.
محمد نبي چې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى، اوسمهال په اسټراليا کې دى او هلته د بيګ باش تجارتي ليګ کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي.
نوموړي ٢٧٤ شل اوريزې لوبې هم ترسره کړې دي چې ٤١٥١ منډې يې ترلاسه کړې دي او ٢٧٠ ويکټې يې اخيستي دي، چې په يوه لوبه کې يې د ١٥ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي هم سوځولي دي.
هغه د افغانستان لپاره په نړيوال کرکټ کې ډېر ريکارډونه هم په خپل نوم کړي دي.
محمد نبي د افغانستان يو له تجربه کاره او افسانوي لوبغاړو څخه دى، چې د افغانستان په کرکټ کې د ځوانو لوبغاړو لپاره اغېزمن دى او له هغه څخه ډېر نوي ځوانان متاثره دي.
محمد نبي د کرکټ تر څنګ يو خېريه بنسټ هم لري، چې د کابل په ګډون په ډېرو ولايتونو کې فعاليت کوي او د روژې او د کورونا پر مهال يې له ډېرو بې وزله او غريبو کورنيو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته کړې ده او همدا راز د يتيمو ماشومانو سره د زده کړو په برخه کې هم مرسته کوي.