کورپاڼه / روغتيا / اوکاډو د کولمو لپاره حیرانوونکې ګټې لري
ايکواډو

اوکاډو د کولمو لپاره حیرانوونکې ګټې لري

,اوکاډو یا ایواکاډو د ناک له ډولونو څخه یو ډول مېوه ده، چې علمي نوم یې Persea americana دی او د مکسیکو او منځنۍ امریکا د ځایي مېوو یاهم ونو څخه شمېرل کېږي. ویل کېږي چې اوکاډو ډېرې زیاتې ګټې لري، خو اوسمهال معلومه شوې چې د ذکر شوې مېوې په جوړښت کې د فایبر او نورو توکو شتون د کولمو لپاره بیخي ګټور وي. د اربانا د شیمپین پوهنتون ساینسپوهانو له یوې اوږدې سروې وروسته معلومه کړه، چې د اوکاډو استعمال ډېرې ګټې لرلی شي او دغه څېړنه یې د (نیوټریشن) په ژورنال کې خپره کړې هم ده.

ویل کېږي چې په ذکر شوې څېړنه کې په زرګونو داسې کسانو ګډون کړی و، چې عمرونه یې له ۲۵ څخه تر ۴۵ کلونو پورې رسېدل. دغه راز ځینې داسې کسان هم پکې موجود ول، چې د چاغښت ښکار یاهم د ډېر وزن خاوندان ول. بیا یې ذکر شوي کسان په دوو ډلو وویشل او یوې ډلې ته یې اوکاډو ورکړل، خو بله ډله یې ترې محرومه وساتله او له دواړو ډلو یې د وینې او د تشو او ډکو متیازو ټیسټونه هم واخیستل. وروسته له څېړنې وموندل شوه، هغه کسان چې تر دریو میاشتو یې د اوکاډو له استعمال څخه ګټه اخیستې وه، په کولمو کې یې هغه میکروبونه موجود ول، چې د کولمو لپاره ګټور وي. دغه راز په فاضله موادو کې یې په ډېره اندازه غوړ هم خارجول، چې له دې څخه په واضحه توګه څرګندېږي، چې اوکاډو له بدن څخه د غوړو په خارجولو کې مرستندویه تمامېږي.

روغتیایي کارکوونکي وایي، چې له بدن څخه د غوړو خارجول یوه روغتیایي کړنه ده، ځکه چې په دې سره چاغښت کمېږي او له غټېدو څخه ژغورل کېدلی شو.
بله خوا ویل کېږي چې د څېړل شوو کسانو د بدن په بایل اسیدو کې هم کمښت راغلی و، چې د بایل اسیدو کمښت د لوږې احساس له منځه وړي او د کلیسټرولو په برابر ساتلو کې هم مرستندویه تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه عادت چې زموږ د روغتیا لپاره ډېر زیانمن تمامېږي

ډېری وختونه موږ پخپل ژوند کې په ځینو داسې عادتونو عمل کوو، چې په اړه …