کورپاڼه / روغتيا / د خولې بد بویي په ډېرو ناروغیو د اخته کېدو لامل کېدلی شي
نجلۍ

د خولې بد بویي په ډېرو ناروغیو د اخته کېدو لامل کېدلی شي

ویل کېږي چې د نړۍ ګڼ شمېر خلک د خولې له بدبویۍ سره مخامخ کېږي، چې اوسمهال له همدې لارې د ګڼ شمېر ناروغیو تشخیص ممکن شوی دی. وایي که چېرته مو د خولې بوی نه زغموونکی و، نو ددې مطلب دا دی چې غاښونه مو چینجن شوی، چې د ډاکتر ته یې مراجعه کول اړین دي، ځکه چې بیا په همدې سبب د ژامو سوخت رامنځته کېږي او د غاښونو رېښو ته زیانمن تمامېږي. خو که چېرته مو د خولې بوی د (فنایل) د ګولیو یاهم د نفتالینو په څېر و، نو ددې مطلب دادی، چې تاسې په حساسیت یاهم د ساه په اړوندو ناروغیو اخته شوي یئ. ویل کېږي چې دغه ډول بوی ډېری وخت هغه مهال رامنځته کېږي، چې کله د زکام او نزلې سره مخ شو. روغتیایي کارپوهان وایي چې دغه ډول بوی په خوله کې د میکروبونو په سبب رامنځته کېږي، چې بیا له رغېدو وروسته له منځه ځي، خو که چېرته په داسې حالاتو کې د سږو ستونزې لرئ، نو د درملنې لپاره یې ډاکتر ته مراجعه وکړئ. دغه راز که چېرته مو له خولې څخه ډېر بد بوی تله، نو ددې مطلب دادی چې د معدې تېزابیت لرئ یاهم د زړه له ناروغیو سره مخ یئ. ویل کېږي که چېرته له داسې حالاتو سره مخ شوئ، نو هغه د خوړو له استعمال څخه ډډه وکړئ، چې ذکر شوې بد بویي رامنځته کوي او د ډاکتر په لارښوونه اړوند درمل وکاروئ.

بله خوا ځینې روغتیایي کارپوهان وایي، چې د خولې بد بویۍ له روغتیا سره کومه اړیکه نه لري. دغه راز د پیدا کېدو په اړه یې وایي، کله چې د شپې پرمهال غدې ونه توانېږي، چې لیاړې رامنځته کړي، نو په داسې حالاتو کې خوله وچېږي او د میکروبونو د ډېرېدو سبب کېږي، چې بیا بد بویي رامنځته کوي. روغتیایي کارپوهان زیاتوي، ددې لپاره چې د خولې له بد بویۍ وژغورل شو، نو باید له وېده کېدو دمخه خپل غاښونه پاک برش کړو.

Loading...

دا هم ولولئ

په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش کول، د امیندارۍ پرمهال د شکر مخنیوی کوې

که چېرته امیندوارې میرمنې د امیندوارۍ په لومړنیو دریوو میاشتو کې لږ غوندې ورزش وکړي، …