کورپاڼه / روغتيا / د شنو پیازو حیرانوونکې ګټې
شنه پياز

د شنو پیازو حیرانوونکې ګټې

شنه پیاز د افغانستان سربېره په ډېرو نورو هېوادونو کې هم کرل کېږي، چې د پیازو په ګډون شنې پانې هم لري. که څه هم هر ډول پاڼې لرونکي سابه له ډېرو روغتیایې ګټو څخه برخمن او په جوړښت کې یې موجود غذایي توکي زموږ د بدن په ښه والي کې هم رول لري. د سابو د ګټو په اړه ویل کېږي، چې د خولې بد بویي له منځه وړي، غاښونه پاکوي، د سترګو دید ډېروي او د عمر په ډېرېدو کې مو ګټور تمامېدلی شي.
په همدې ډول د شنو پیازو په جوړښت کې کاربوهایډریټ، ویټامین سي، پروټین، اوسپنه، فاسفورس، سلفر او کلسیم هم شتون لري.

د شنو پیازو حیرانوونکې ګټې په لاندې ډول سره بیانوو:

  • د خولې بد بویي له منځه وړي.
  • قبض او د قبض اړوند ستونزې حلوي.
  • د معدې تېزابیت له منځه وړي.
  • خوراکي توکي ژر هضموي.
  • د ډېرو متیازو سبب کېږي.
  • د کلیسټرولو د برابر ساتلو هڅه کوي، نو هغه کسان چې غواړي د زړه اړوند ستونزې ونه لري، پیاز دې استعمال کړي.
  • د نزلې او زکام مخنیوی کوي.
  • د بندونو دردونه له منځه وړي.
  • ټوخی او د ستونې اړوند ستونزې حلوي.
  • د ځیګر لپاره ګټور تمامېږي او د سرطان مخنیوی یې کوي.
  • د معدې سوخت له منځه وړي.
  • پوستکی له داغونو او دانو څخه خوندي ساتي.
  • د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي.
  • د سترګو لپاره ګټور وي.
  • مثانه له سوخت څخه ژغوري.
  • د موسمي ناروغیو مخنیوی کوي.
  • سږو ته قوت ور په برخه کوي.
  • د وینې شکر کموي.
  • د لویو کولمو له سرطان څخه مخنیوی کوي.
  • هډوکو ته ځواک ورکوي.
  • د لوږې احساس له منځه وړي
  • سټریا ختموي.
  • بدن ته ځواک ورکوي.
  • دماغو ته آرام ور په برخه کوي.
  • په رګونو کې د وینې د غوټه کېدو مخنیوی کوي.
  • وینه پاکوي

دغه راز د پیازو په اړه ویل کېږي، چې لومړنی او اصلي هیواد یې افغانستان دی، چې بیا د ایران له لارې یونان او نورو هیوادونو ته خپور شو. دغه راز له پیازو د درملو په توګه هم استفاده کېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …