کورپاڼه / جالب / د جاپان یو اوسیدونکی هیڅ کار هم نه کوي، خو بیاهم خوشحاله او شتمن دی
هلک

د جاپان یو اوسیدونکی هیڅ کار هم نه کوي، خو بیاهم خوشحاله او شتمن دی

ویل کېږي چې شوجي موري موتو له ډېرې مودې راهیسې کومه دنده نه لري، خو بیاهم د جاپان له مشهورو شخصیتونه څخه ګڼل کېږي، چې په ټولنیزه رسنۍ ټویټر کې یې د تعقیبوونکو شمېر له درې لکو څخه ډېر دي او په ګڼ شمېر تلویزونونه، مجلې او ژورنالونه یې انټروي اخلي. راپورونه وایي، چې موري موتو هیڅ کار نه کوي، یوازې له خلکو سره لېده، کاته او خبرې کوي او هغه کسان چې نه یې پېژنې، د پیسو یا کرایې په بدل کې د ملګرو په څېر ورسره چال، چلند کوي.

ویل کېږي چې موري موتو د ښو زده کړیالانو په څېر خواريکښ او د فزیک په برخه کې یې لوړې زده کړې ترسره کړي، چې بیا په یوه خپرندویه ټولنه کې د کتابونه مدیر هم ټاکل شوي و، خو په ۲۰۱۷ کال یې ذکر شوې دنده پرېښوده او د نیچه د اثارو مطالعه یې وکړه، چې بیا همدې کړنې ژوند ور بدل کړ.

راپورونه زیاتوي، چې نوموړي په ۲۰۱۸ کال یو اعلان وکړو او و یې ویل، که چېرته کوم څوک ورته پیسې یا کرایه ورکړي، نو دی به ورسره کېني، خبرې به یې واوري او ډوډۍ به ورسره وخوري. له دې وروسته نابلده خلکو نوموړي ته بلنه ورکول پیل کړل.

ویل کېږي چې موري موتو په جاپان کې د Mr. Rental په نوم سره یادېږي، چې اوسمهال دومره مصروفه شوي، چې سهار اته بجې له کوره راوځي او د شپې لس بجې بېرته کور ته ځي. که څه په لومړیو کې نوموړي ته چا روپۍ یا کرایه نه ورکوله او هر څه یې په وړیا ډول ترسره کول، خو د لارې کرایه یې ترې اخیسته، چې بیا یې وروسته د خلکو په ډېر ټینګار سره روپۍ یا کرایه اخیستل پیل کړل.

د راپورونو له مخې موري موتو هره میاشت له یو کس سره هوټل ته ځي او تر دریو ساعتونو پورې یې خبرې اوري. ویل کېږي چې نوموړی په یواځیتوب د ښکار کسانو خبرې اوري، ترڅو په دې مصروف ژوند کې یې د خبرو اورېدونکی واوسي.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …