کورپاڼه / روغتيا / که د پوستکي خارښت ولرئ، ستونزه مو څنګه حلوئ؟
لاسونه

که د پوستکي خارښت ولرئ، ستونزه مو څنګه حلوئ؟

د پوستکي خارښت یا ایکزیما یو داسې حالت دی، چې په سبب یې د پوستکي سوخت، خارښت، چاودل او غوڅېدنه رامنځته کېږي. ویل کېږي چې د ایکزیما د مختلفو ډولونو په وجه یوازې په امریکا کې ۳۱.۶ میلونه وګړي، چې د ټولې نړۍ لس سلنه نفوس جوړوي، اخته دي. ویل کېږي چې د ایکزیما د ناروغۍ نښې، نښانې د ځینو مېوو او له شېدو څخه د جوړو شوو توکو د استعمال په وسیله متحرک کېږي، چې طبیعي محرکات یې لوګی، صابون، خوشبو او نور توکي. دغه راز ذکر شوې ناروغي کومه ساري ناروغي هم نه ده، خو ځینې کسانو یې په اړوند ناسم پوهاوی ترلاسه کړی دی، چې دغه ناروغي د ځوانۍ تر مودې پورې پاتې کېدلی شي.
د روغتیایي کارپوهانو پر وینا چې د ایکزیما یا پوستکي ناروغي د عمر په لحاظ سره توپیر لري. یعنې په نوو زېږېدلو ماشومانو کې عامه وي او پوستکی یې ډېر زیات خارښت کوي، چې بیا د پرلپسې ګرولو په سبب میکروبي کېدلی هم شي، خو ډېری وخت د ایکزیما اړوند ستونزې خطرناکې نه وي.
ویل کېږي که چېرته د ایکزیما یاهم د پوستکي ناروغي شدت اختیار کړي، نو پرې اخته کسان یې د مخنیوي لپاره درملنې ته اړتیا لرلی شي، چې ښکار کسان یې اکثراً پنځه کلن ماشومان وي. بله خوا د یوې اندازې له مخې ویل شوي چې په ۶۰ سلنه ماشومانو کې د ځوانۍ تر مودې پورې د ایکزیما نښې، نښانې نه څرګندېږي. دغه راز د ذکر شوې ناروغۍ لپاره تر دا مهاله درمل هم نه دي جوړ شوي، خو د زخمي پوستکي او د ایکزیما د نښو د کموالي لپاره یې درملنه ترسره کېږي.

ویل کېږي چې ډاکتر د یو شخص عمر، نښو او روغتیا په کتو هماغه ډول درملنه او د درملو لارښوونه کوي، چې بیا په ځینو کسانو کې دغه ناروغي د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي، خو په ځینو کې بیا تر اخره هم پاتې کېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …