کورپاڼه / بېلا بېل / د ٢٠٢١ کال په لومړۍ ورځ ٣٧١ زره ماشومان زېږېدلي
ماشوم

د ٢٠٢١ کال په لومړۍ ورځ ٣٧١ زره ماشومان زېږېدلي

د ملګرو ملتونو د يونيسيف اداره وايي، چې د نوي ٢٠٢١ کال د جنورۍ په لومړۍ ورځ په ټوله نړۍ کې ٣٧١ زره او ٥٠٤ ماشومان زېږي، چې په افغانستان کې به هم په لومړۍ ورځ تر ٢ زرو زيات ماشومان پېدا شي.

يونيسيف هر کال د کال په لومړۍ ورځ د ماشومانو د زېږېدو ريکارډ برابروي، چې د دې لپاره د هرې ورځې او هرې مياشتې معلومات ګوري او همدا راز سروې هم ترسره کوي.

يونيسيف وايي، چې سږکال د نوي کال په لومړۍ ورځ لومړنى ماشوم په فجي کې زېږېدلى دى.

په نړيواله کچه بيا نيمايي ماشومان يوازې په ١٠ هېوادونو کې زېږېدلي دي، چې تر ټولو زيات ماشومان بيا په هند کې زېږېدلي دي. همدا راز په افغانستان کې بيا د جنورۍ په لومړۍ نېټه ٢٤٨٩ ماشومان زېږېدلي دي.

په هند کې د جنورۍ په لومړۍ ورځ ٥٩ زره او ٩٩٥، په چين کې ٣٥ زره او ٦١٥، په نايجيريا کې ٢١ زره او ٤٣٩، په پاکستان کې ١٤ زره او ١٦١، په اندونېزيا کې ١٢ زره او ٣٣٦، په ايتوپيا کې ١٢ زره او ٦، په امريکا کې ١٠ زره او ٣١٢، په مصر کې ٩ زره او ٤٥٥، په بنګله دېش کې ٩ زره او ٢٣٦ او په جمهوريه کانګو کې بيا ٨ زره او ٦٤٠ ماشومان زېږېدلي او يا به هم وزېږي.

تېر کال، يعنې د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه بيا په ټوله نړۍ کې ٣٩٢ زره او ٧٨ ماشومان زېږېدلي و او په افغانستان کې ٣٣٨٧ ماشومان زېږېدلي و، خو سږکال بيا د تېر کال په پرتله په ټوله نړۍ کې هم او په افغانستان کې هم کم ماشومان زېږېدلي دي.

د يادولو وړ دا هم ده چې په افغانستان کې تر ډېره پورې ماشومان په کورونو کې زېږي او ښايي تر دې هم لا ډېر ماشومان زېږېدلي وي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه ځیرکې غڼې چې په وچه، اوبو او هوا کې مختلف جالونه جوړوي

د نړۍ د غڼو ډېر ډولونه یې یو ډول جالونه جوړوي، خو اوسمهال په یوه …