کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بيګ باش: ميلبورن رينيګاډز تر ټولو زياتې ماتې وخوړې
محمد نبي

بيګ باش: ميلبورن رينيګاډز تر ټولو زياتې ماتې وخوړې

محمد نبي په نننۍ لوبه کې په ٢٤ توپونو ٣٣ منډې وکړې، خو لوبډله يې له پنځمې ماتې سره هم مخ شوه، چې په روان ليګ کې يې تر ټولو زياتې ماتې په برخه شوې.

د بيګ باش ليګ ٢٢مه لوبه د ميلبورن رينيګاډز او سډني تنډر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پيل کې سډني تنډر پچه وګټله او لومړى يې ميلبورن رينيګاډز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د باران له امله لوبه ځنډېدلې وه، چې ميلبورن رينيګاډز ١٧ اورونه ترسره کړل او د ٦ لوبغاړو په سوځېدو يې ١٦٦ منډې وکړې. د دوى له لوري شان مارش د ٥ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٤٨ توپونو ٨٧، محمد نبي د ٣ شپږيزو او ١ څلوريزې په مټ په ٢٤ توپونو ٣٣ او ارون فنچ ١٨ منډې وکړې.

د سډي تنډر له لوري ناتن مک انډريو ٣ ويکټې ترلاسه کړې.

د باران له امله د سډني تنډر لوبډلې ته په ١٢ اورونو کې د ١١١ منډو هدف وټاکل شو.

سډني تنډر د ١١١ منډو هدف په ١٢ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټوپه توپير يې د ډي ايل قانون له مخې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري عثمان خواجه ٤٨ ناسوځېدلې او اليکس هيلز ٤٥ منډې وکړې.

د ميلبورن رينيګاډز له لوري عماد وسيم او مچل پيري ١-١ ويکټ واخيستې. محمد نبي ١ اور کې ١٠ منډې ورکړې خو ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه اليکس هيلز ترلاسه کړه.

نن د محمد نبي ٣٦مه کليزه وه، که څه هم ښه توپوهنه يې ترسره کړه، خو خپله لوبډله يې بريالۍ نه شوه کړاى.

د يادولو وړ ده چې د بيګ باش ليګ کې تراوسه پورې تر ټولو زياتې ماتې ميلبورن رينيګاډز خوړلي دي، په ٦ لوبو کې يې پنځه ماتې په برخه شوي دي، همدا راز د سډني تنډر لوبډلې بيا په ٦ لوبو کې ٥ برياوې خپل ېکړې دي او د ١٩ نومرو سره د جدول په سر کې ده.

د بيګ باش ليګ ٢٣مه لوبه سبا د جنورۍ په ٢مه نېټه د هوبارټ هوريکنز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. همدا راز ٢٤مه لوبه هم په همدغه ورځ د بريسبين هيټ او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …