کورپاڼه / جالب / ايا دا انسان ته ورته شى په رښتيا ژوندى موجود دى؟ د عکسونو حقيقت راښکاره شو
مجسمه ١

ايا دا انسان ته ورته شى په رښتيا ژوندى موجود دى؟ د عکسونو حقيقت راښکاره شو

په ټولنيزو رسنيو کې د ميانمار ځينې داسې عکسونه خپاره شو، چې انسان ته ورته د يو ژوندي موجود خبره پکې شوې وه، خو ډېر ژر د دې عکسونو حقيقت هم راښکاره شو.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د ټولنيزو رسنيو په ټويټر او فېسبوکپاڼه کې پنځه عکسونه ډېر په چټکۍ سره لاس په لاس شو، چې انسان ته ورته يو مخلوق پکې په د اوبو په غاړه ليدل کېږي.

په دې عکسونو په برمي ژبه کې يوه ليکنه شوې وه، چې پکې ويل شوي و، چې دا د ناګو په نوم يو مخلوق و، چې په ميانمار کې و، خو اوس ورک شوي دي.

په دې ليکنه کې دا هم ويل شوي و، چې دا ژوندى موجود انسان ته ورته و او د انسانانو په څېر پښې، لاسونه او څېره يې هم درلوده او ونو ته به ډېر په اسانۍ ختلو.

مجسمه ٢

په دغه ليکنه کې مخکې ويل شوي دي، چې د منډې پر مهال د دې ژوندي موجود چټکتيا بېخي ډېره وه.

د دې ليکنې او عکسونو تر خپرېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې خلک ډېر حېرانه شو، خو بيا ژر د دې عکسونو حقيقت هم راڅرګند شو.

د ريورس امېج سرچ په مرسته معلومه شوه چې دا عکسونه د ٢٠١٦ کال دي. هغه وخت د دې په اړه خبرونه او ليکنې خپرې شوې وې، چې دا په اصل کې يوه مجسمه ده، چې د فرانسې يوې مجسمه سازې جوړه کړې وه.

مجسمه ٣

دا مجسمه هغې د خټو او د سمندري واښو په مرسته جوړه کړې وه، چې د فرانسې د يو سمندر په غاړه کې لګول شوې وه.

د دې مجسمې په اړه د فرانسې په يوه ورځپاڼه کې ليکنه خپره شوې وه، چې پکې راغلي و، چې دا د فرانسې يوې مجسمه سازې د خپل خاوند او د خلکو په نغدي مرستو جوړه کړې وه.

په دې اړه د فرانسې يو ټلويزيون هم راپور جوړ کړى و، چې دا راپور اوس هم په يوټيوب کې شته.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه الوتنه چې تاسې نامعلوم منزل پر لورې بیایي

هسې خو هر سفر کوونکي ته د خپل منزل په اړه معلومات وي، ځکه چې …