کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په ٢٠٢١ کال کې به څو ځلې سپوږمۍ او لمر تندر ونيسي؟
سپوږمۍ او لمر تندر نيول

په ٢٠٢١ کال کې به څو ځلې سپوږمۍ او لمر تندر ونيسي؟

په ٢٠٢٠ کال کې درې ځلې سپوږمۍ او دوه ځلې لمر تندر نيولي و، خو په ٢٠٢١ کال کې به څو ځلې سپوږمۍ او څو ځلې لمر تندر ونيسي او همدا راز په افغانستان کې به خلک دا وليدلى شي او که نه؟ دلته يې په اړه ولولئ.

د ساينسپوهانو په وېنا، په ٢٠٢١ کال کې به لمر دوه ځلې او سپوږمۍ هم دوه ځلې تندر ونيسي. په دې کال کې د لمر تندر نيونه به يو ځلې په افغانستان کې هم خلک وليدلى شي. په دې کال کې به په لومړي ځل د جون په ١٠مه نېټه لمر تندر ونيسي، چې پوره به نه وي، بلکې کمه به وي.

د لومړي لمر تندر نيولو ننداره به په اسيا، افريقا، اروپا او د امريکا په مغربي برخو کې وليدل شي، همدا راز د ٢٠٢١ کال دويم او اخري ځل د لمر تندر نيول به د دسمبر په ٤مه نېټه وي، چې په امريکا، جنوبي امريکا، پيسيفک او انټارکټيکا کې به وليدل شي.

همدا راز د ٢٠٢١ کال د سپوږمۍ لمر تندر نيولو لومړنۍ پېښه به د مۍ په ٢٦مه نېټه ترسره شي، په دې کې به سپوږمۍ په بشپړ ډول تندر ونيسي او دا به په اسټراليا، اروپا او د اسيا په ځينو برخو کې وليدل شي.

دويم ځل به بيا د نومبر په ١٩مه نېټه سپوږمۍ تندر ونيسي، چې د امريکا او اسټراليا په بېلا بېلو برخو کې به وليدل شي.

د يادولو وړ ده چې په ٢٠٢٠ کال کې د جنورۍ په ١٠مه، د جون په ٥مه، د جولاى په ٤مه او د نومبر په ٣٠مه نېټه سپوږمۍ تندر نيولې وه او همدا راز د جون په ٢١مه او د دسمبر په ١٤مه نېټه بيا لمر تندر نيولى و.

Loading...

دا هم ولولئ

د ځمکې په اتموسفیر کې د لومړي ځل لپاره فضایي طوفان او د الکترون باران

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د ځمکې په اتموسفیر یافصاء کې فضایي طوفانونه منلې دي، …