کورپاڼه / خبرونه / راشد خان له ولسمشر مننه وکړه؛ وايي، کاش مور و پلار مې ژوندي واى
راشد خان او اشرف غني (2)

راشد خان له ولسمشر مننه وکړه؛ وايي، کاش مور و پلار مې ژوندي واى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان له ولسمشر محمد اشرف غني څخه مننه وکړه، چې هغه ته ستر دولتي مډال ورکوي.

راشد خان چې د اى سي سي د لسيزې د شل اوريزو لوبو د غوره لوبغاړي جايزه يې ګټلې ده، له همدې امله ولسمشر غني هم هغه په يو ستر دولتي مډال نازوي.

د کرکټ بورډ په وېنا، ولسمشر غني د چارو ادارې ته امر کړى دى، چې راشد خان ته د ستر دولتي مډال ورکولو لړۍ دې ژر تر ژر ترسره کړي. ويل کېږي چې دا مډال به راشد خان ته په يو ځانګړي پروګرام کې ورکړل شي.

د حکومت له دې اعلان وروسته راشد خان هم له ولسمشر غني څخه مننه کړې ده، چې په نړۍ کې د افغانستان په استازولۍ هغه ته دا ستر مډال ورکوي.

راشد خان په خپل ټويټر يو ټويټ کې له ولسمشر مننه کړې ده او د دې تر څنګ يې هيله کړې ده، چې کاش مور و پلار يې ژوندي واى، چې دا هر څه يې ليدلي واى.

راشد خان همدا راز هيله څرګنده کړې ده، چې د افغانستان لپاره به داسې نورې سترې جايزې هم راوړي. هغه ويلي دي، چې په ٢٠٢١ کال کې يې ستره هيله د سولې راتلل دي.


د يادولو وړ ده چې د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې په ګټلو نه يوازې دا چې عام ولس، بلکې ولسمشر غني او نورو لوړپوړو چارواکو هم راشد خان او ملت ته مبارکي ورکړه او دا يې د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه وبلله.

دا هم ولولئ

راشد خان او محمد شهزاد، مهیندر سینګ ډهوني ته د اتلولۍ مبارکي ورکړه

بیګا د څوارلسم پړاو آی پي اېل سیالیو پایلوبه د چینای سوپر کینګز او کلکته …