کورپاڼه / جالب / د معشوقې سره د لیدنې لپاره عاشق د هغې د کوره پورې سرنګ ایستلی
سورنګ

د معشوقې سره د لیدنې لپاره عاشق د هغې د کوره پورې سرنګ ایستلی

تاسې به د ډېرو پټو سورنګونو په اړه اورېدلي وي، خو نن درته د یو داسې سورنګ په اړه معلومات درکوو، چې یو عاشق د خپلې معشوقې سره د لیدنې لپاره ایستلی و.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وینا، د امریکا د کاونټي ویلاس اوسیدونکي انټونیو د یوې واده شوې ښځې سره اړیکې درلودې، چې پامیلا نومیده.

د پامیلا د خاوند څخه د خپلو اړیکو د پټو ساتلو لپاره انټونیو د خپل کور څخه د پامیلا تر کوره پورې پټ سورنګ ایستلی و.

د دې پټ سورنګ له لارې به انټونیو او پامیلا له یو بل سره لیدل، خو دا لیدنې به هغه مهال کېدې، چې کله به د پامیلا خاوند دفتر ته تللی و.

خو انټونیو او پامیلا په دې اړه هېڅ فکر نه و کړی، چې که کومه ورځ جارج له ټاکلي وخت مخکې کور ته راشي، نو دوی به څه کوي.

یوه ورځ چې جارج له وخت مخکې کور ته راغی، نو انټونیو يې په خپل کور کې ولیده، کله چې انټونیو بېرته د هماغه سورنګ له لارې تللو، نو د بېډ لاندې ننوت او د هماغه سورنګ له لارې لاړ.

خو دا هر څه جارج ولیدل او کله چې هغه د بېډ له لارې سورنګ پېدا کړ، نو په هماغه سورنګ د انټونیو تر کوره ورسېد. انټونیو چې له غصې سور جارج ولیده، نو له هغه نه يې بخښنې غوښتل پیل کړل، ځکه چې په بله کوټه کې د هغه مېرمن ویده وه او غوښتل يې چې هغه خبره نه شي.

خو د جارج په چیغو د انټونیو مېرمن هم راویښه شوه او د انټونیو سره د خپلې ګناه منلو پرته هېڅ لار پاتې نه وه.

خو دا نه دي ویل شوي، چې د انټونیو او جارج کورونه له یو بل څومره لیرې و او د سورنګ د راز معلومېدو وروسته د انټونیو او پامیلا سره څه وشو.

دا هم ولولئ

ساینسپوهانو د بې وفا نارینه وو نښې، نښانې موندلي دي

که چېرته سړي د خپل ژوند له ګډ ملګري سره دوکه کوي نو دا ډېر …