کورپاڼه / هنر او کلتور / مفتي انس: ښايسته ښځه هغه ده چې تاسې جنت ته نږدې کړي
مفتي انس

مفتي انس: ښايسته ښځه هغه ده چې تاسې جنت ته نږدې کړي

د هندي فلمونو پخوانۍ هنرمنده ثنا خان چې فلمي نړۍ يې د اسلام لپاره پرېښوده، د هغې خاوند مفتي انس وايي، چې ښايسته ښځه هغه ده چې تاسې جنت ته نږدې کړي.

د پخوانۍ هنرمندې ثنا خان خاوند مفتي انس په انسټاګرام کې د خپلې مېرمنې ثنا خان سره د واده د وخت يو عکس خپور کړى دى، چې ثنا خان پکې د واده سره جوړه او مفتي انس پکې سپين کالي اغوستي دي، خو د دواړو مخونه نه ليدل کېږي، ځکه چې دا عکس د شا له خوا اخيستل شوى دى.

له دې عکس سره مفتي انس ليکلي دي، چې تر ټولو ښايسته ښځه هغه نه ده چې ستاسې په خوښه وي، بلکې ښايسته ښځه هغه ده چې تاسې جنت ته نږدې کړي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by AnasSaiyad (@anas_saiyad20)


نوموړى همدا راز زياتوي، د ثنا خان په څېر مېرمنې په راکولو الله تعالى په ما ډېر لوى رحمت کړى دى.

د يادولو وړ ده چې مفتي انس په خپله يوه مرکه کې دا هم ويلي و، چې مېرمن يې د هغه له امله فلمي نړۍ نه ده پرېښې، بلکې دا د ثنا خان خپله شخصي پرېکړه وه.

هغه ويلي و، ما غوښتل چې ثنا خان دا پرېکړه ژر وانخلي او د ښه پوره غور و فکر وروسته پرېکړه وکړي، خو هغې په خپل ځان باور درلود او زه هم ډېر حېرانه شوم چې دومره ژر يې پرېکړه وکړه او د فلمي نړۍ د پرېښودو اعلان يې وکړ.

د يادولو وړ ده چې ثنا خان تېر کال د هند د ګجرات اوسېدونکي ديني عالم مفتي انس سره واده کړى و.

دا هم ولولئ

هندي عالم: که د شاه رخ خان زوی آریان خان په مدرسه کې زده کړې کړې وای، نو دا ورځ به یې نه لېدله

د ال انډیا د اسلامي عالمانو د ټولنې عمومي منشي او هندي عالم مولانا شهاب …