د افغانستان کرکټ بورډ نن ١١ بجې د ايرلېنډ خلاف د ٣ نړيوالو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ ته لوبډله اعلانوي او وايي چې د ايرلېنډ خلاف لوبو ته به پياوړې لوبډله اعلان کړي.
د کرکټ بورډ د رسنيو څانګې مدير حکمت حسن په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي: ((انشاء الله يوه پياوړې لوبډله به د ايرلېنډ خلاف لوبو ته وليږو.))
ايرلېنډ چې د افغانستان پر وړاندې سياليو ته يې خپله لوبډله شاوخوا مياشت مخکې اعلان کړې ده، اوس په متحده عربي اماراتو کې تمرينات ترسره کوي.
د افغانستان ملي لوبډلې لپاره په جلال اباد کې تمريناتي کمپ هم ترسره شوى دى، خو د دغه تمريناتي کمپ پاى ته رسېدو وروسته هم په تمريناتي کمپ کې د شاملو لوبغاړو نومونه له رسنيو سره نه دي شريک شوي.
اوس لږ ساعت وروسته، يعنې ١١ بجې د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته لوبډله اعلانوي، خو تراوسه پورې دا نه ده معلومه، چې د همدې مياشتې په ١٨مه نېټه پيلېدونکې سيالۍ به په کوم هېواد کې ترسره کېږي، ځکه د دې سياليو کوربه توب د افغانستان په غاړه دى.
تاسې په لوبډله کې څوک غواړئ؟ کمنټ کې يې وليکئ.