کورپاڼه / خبرونه / سدهارت کول: نبي مې لکه د مشر ورور په څېر دى
محمد نبي او سدهارت کول

سدهارت کول: نبي مې لکه د مشر ورور په څېر دى

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى سدهارت کول د محمد نبي د کليزې په ورځ وويل، چې هغه مې لکه د مشر ورور په څېر دى.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي پرون د ٣٦ کلونو شو، چې نه يوازې د ملي لوبډلې لوبغاړو هغه ته په ټولنيزو رسنيو کې د کليزې مبارکي ورکړه، بلکې د هغه مينه والو او د نورو هېوادونو کرکټرانو هم نوموړي ته د کليزې د ورځې مبارکي ويلې ده.

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سدهارت کول هم د محمد نبي سره اخيستل شوى يو عکس په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى دى او هغه ته يې د کليزې مبارکي ورکړې ده.

سدهارت کول په ټويټر کې ليکلي دي، چې هغه (محمد نبي) مې لکه د مشر په څېر دى، ډېره ډېره کليزه دې مبارک شه، روغتيا دې غواړم، ستا ډېر يادونه راسره دي.


د يادولو وړ ده چې محمد نبي او سدهارت کول دواړه د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي.

دا هم ولولئ

آریانا تلویزون هم د شل اوریز نړیوال د خپرولو حقوق ترلاسه کړل

له ملي سپورټ تلویزون وروسته د آریانا تلویزوني شبکې هم په رسمي بڼه د د …