خپلواک وېبپاڼه (۱۷ اکتوبر ۲۰۱۹): په ابوظهبۍ کې د ټي ټين يا لس اوريزه سياليو د دريم پړاو لپاره د لوبغاړو ډرافټ ترسره شو، چې ۹ افغان لوبغاړي پکې بېلا بېلو لوبډلو واخيستل.
دغه سياليو ته چې ډېر افغان لوبغاړي يې په ډرافټ کې شامل و، محمد نبي، قېس احمد، ظاهر خان، حضرت الله ځاځی، محمد شهزاد، نجيب الله ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، شفيق الله شفق او کریم جنت د بېلا بېلو لوبډلو له لوري واخيستل شول.
د ډيلي بولز لوبډلې د افغانستان مخکښ او تجربه لرونکی الراونډر محمد نبي په خپله لوبډله کې شامل کړ. همدا راز د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې بيا چټک توپوهونکی او ويکټ ساتونکی محمد شهزاد او همدا راز ځوان ورو توپ اچوونکی ظاهر خان واخيستل.
فرهان يوسفزی، د کرکټ بورډ قاطع مشر
د کرکټ بورډ مشر له ايي سي سي د بوديجې زياتولو غوښتنه کړې
فرهان يوسفزی: روڼتيا ته ژمن يو او لوبغاړو ته اسانتياوې رامنځ ته کوو
د افغانستان چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی بيا مراټا ارابينز لوبډلې واخيست او همدا راز بل تکړه توپوهونکی نجيب الله ځدراڼ هم دوی په خپله لوبډله کې شامل کړ.
ځوان ورو توپ اچوونکی قېس احمد بيا بنګله ټايګرز ترلاسه کړ او تېز توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ بيا کرناټکه ټوسکر لوبډلې واخيسته. کرناټکه ټوسکر لوبډلې همدا راز چټک توپوهونکی شفيق الله شفق هم ترلاسه کړ.
کريم جنت چې د شپږيزې کرکټ ليګ په تېره لوبه کې يې د سپين غر زمريانو پر وړاندې د شپږيزې کرکټ ليګ د تاريخ تر ټولو زياتې ۱۲۰ منډې وکړې، په ټي ټين سياليو کې د ناردرن واريرز لوبډلې واخيسته.
د ټي ټين يا لس اوريزې سيالۍ د نومبر په ۱۴مه د ابوظهبۍ په زيد کرکټ لوبغالي کې پيلېږي او د نومبر په ۲۴مه نېټه به پای ته ورسېږي. د نومبر په ۱۴مه نېټه د دغه سياليو د پرانيستې مراسم دي او په ۱۵م نومبر به بيا درې لوبې ترسره کېږي.
په دغه سياليو کې مراټا ارابينز، ناردرن واريرز، ډيکن ګليډيټرز، ډيلي بولز، قلندرز، بنګله ټايګرز، کرناټکه ټوسکرز او همدا راز يوه بله لوبډله هم پکې شته، چې اوس ورته يوازې د ټیم ۸ لوبډلې نوم ورکړل شوی دی.