کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته لوبډله اعلان کړه
افغان لوبډله

افغانستان د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د ايرلېنډ پر وړاندې د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو ١٦ کسيزه لوبډله د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ کې اعلان کړه.

د ايرلېنډ پر وړاندې لوبو ته نوين الحق، يمين احمدزى، عظمت الله عمرزى او سيد احمد شېرزاد هم اخيستل شوي دي.

همدا راز رحمان الله ګربز د ويکټ ساتونکي په توګه لوبډله کې شامل دى او محمد شهزاد پکې نه دى اخيستل شوى، راشد خان بيا د مرستيال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوى دى او جاوېد احمدي ته هم په لوبډله کې ځاى ورکړل شوى دى.

حشمت الله شهيدي هم بېرته ملي لوبډلې ته راستون شوى دى.

١٦ کسيز نوملړ:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نوين الحق، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، عثمان غني، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، سيد احمد شېرزاد، نجيب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي، راشد خان (مرستيال لوبډلمشر)، محمد نبي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان او شرف الدين اشرف.

افغانستان د ايرلېنډ پر وړاندې لوبډله

د يادولو وړ ده چې عظمت الله عمرزى په لومړي ځل په ملي لوبډله کې اخيستل شوى دى، نوموړي تر دې وړاندې د افغانستان لپاره کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې او که چېرته د ايرلېنډ پر وړاندې په درې سياليو کې ورته د لوبېدو چانس ورکړل شي، نو دا به يې لومړۍ نړيوالې سيالۍ وي.

عظمت الله عمرزى په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې هم ډېر ځلېدلى و، همدا راز په کورنيو سياليو کې يې هم ښې لوبې ترسره کړې او د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ راتلونکو سياليو ته هم اخيستل شوى دى.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ مياشتې په ١٨مه نېټه پيلېږي، چې دا سيالۍ د اى سي سي د سوپر ليګ برخه دي، يعنې راتلونکي نړيوال جام ته د لارموندنو په موخه ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …