کورپاڼه / خبرونه / د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته په نه اخيستو درويش رسولي غبرګون ښکاره کړ
درويش رسولي

د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته په نه اخيستو درويش رسولي غبرګون ښکاره کړ

د افغانستان کرکټ بورډ نن د ايرلېنډ پر وړاندې يو ورځنيو سياليو ته ١٦ کسيزه لوبډله اعلان کړه، خو په دې لوبډله کې تکړه لوبغاړى درويش رسولي يو ځل بيا نه دى اخيستل شوى.

درويش رسولي چې په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې يې په ٥ لوبو کې درې ځلې پنځوسيزې ووهلې او د ٦٨.٦٦ په اوسط او ١٤٤.٠٥ په سټرايک رېټ يې ٢٠٦ منډې ترلاسه کړې، په دې وروستيو کې د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ لپاره هم اخيستل شوى دى.

نوموړى د ١٩ کلنو لوبو يو مخکښ د مډل ارډر توپوهونکى دى، خو هر ځل د هغه په حق کې کرکټ بورډ ظلم کړى دى او په نړيوالو سياليو کې يې د لوبېدو چانس نه دى ورکړى.

نن د ١٦ کسيزې لوبډلې تر اعلان وروسته درويش رسولي هم غبرګون ښکاره کړى دى.

نوموړي که څه هم نېغ په نېغه په کرکټ بورډ يا د کرکټ بورډ په غوراوي کمېټې نيوکه نه ده کړې، خو خپل درد يې په يو شعر کې بيان کړى دى.

درويش رسولي له وفادار مومند سره يو ګډ عکس په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى او ورسره يې ليکلي دي:

زموږ د احساساتو سره هر چا لوبې وکړې

واکدار دى، که جانان دى، که وختونه سرخوړلي

درويش رسولي پوسټ

د هغه پورته شعر او عکس ته په کمنټونو کې هم ډېرو خلکو تبصرې کړې دي او په لوبډله کې په نه اخيستو يې په کرکټ بورډ نيوکې کړې دي.

همدا راز وفادار مومند ته هم په ١٦ کسيزه لوبډله کې نه دى شامل او مينه والو يې له امله په کرکټ بورډ نيوکې کړې دي.

د يادولو وړ ده چې د ايرلېنډ پر وړاندې د افغانستان په ١٦ کسيزه لوبډله کې اصغر افغان (لوبډلمشر)، رحمت شاه، نوين الحق، حشمت الله شهيدي، يمين احمدزى، عثمان غني، عظمت الله عمرزى، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، سيد احمد شيرزاد، نجيب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي، راشد خان (مرستيال لوبډلمشر)، محمد نبي، ګلبدين نايب، مجيب الرحمان او شرف الدين اشرف شامل دي.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ به د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د جنورۍ مياشتې په ١٨مه نېټه پيل شي.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …