کورپاڼه / روغتيا / آیا د مڼې زړي زهرجن وي؟
مڼې

آیا د مڼې زړي زهرجن وي؟

ویل کېږي مڼه د نړۍ هغه یواځینۍ مېوه ده، چې د روغتیایي او غذایي توکو له پلوه په ډېره غني ده. د روغتیایي کارپوهانو پر وینا ویل کېږي، چې ډاکتران په ورځني ډول د ویټامین سي او فایبرو په ترلاسه کولو ځانګړی ټینګار کوي، ځکه چې مینه هغه مېوه ده، چې د لس سلنو څخه د ډېرو ویټامین سي او فایبرو لرونکې ده، چې بیا همدغه توکي په بدن کې د سرطان پر وړاندې مقابله کوي.

دغه راز په مڼو کې په زیاته اندازه فایټو کیمیاوي مواد او انټي اکساید د بدن دفاعي سیستم ځواکمنوي او د وزن په کموالي کې مرستندویه تمامېږي. بله خوا د مڼې پوستکی او خپله مڼه د زړه د ناروغیو، د سږو د سرطان، ایستما، ډمیتشیا او د الزایمر په څېر د نورو ناروغیو مخنیوی کوي او په درملنه کې یې اغېزمن تمامېږي.

په ځانګړي توګه د مڼې په پوستکي کې د ټریټوپینوایډ په نوم د مادې مختلف ډولونه شتون لري، چې همدغه مادې د سرطان پر وړاندې مقابله کوي.

ویل کېږي نه یوازې دا چې د مڼې پوستکی او خپله مڼه ګټوره نه وي، بلکې زړی یې هم ګڼې روغتیایې ګټې لري، ځکه چې د مڼې زړي ویټامین بي ۱۷ لري، چې په آسانۍ سره نه ترلاسه کېږي. ویل کېږي چې دغه ځانګړي ویټامین په زردالو، مڼه او داسې نور مېوو کې شتون لري، چې له انټي اکسایدو سره یوځای کېږي او زیان رسوونکې حجرې له منځه وړي.

دغه راز د سرطان او ټیومر د ودې مخنیوی کوي او د سرطاني ناروغیو پیدا کوونکې حجرې هم له منځه وړلی شي.

بله خوا روغتیایي کارپوهان وایي، چې د مڼې زړی زهرجن وي، خو که چېرته په مناسبه توګه استعمال شي زهر یې ختمېدلی شي، یعنې ذکر شوي زړي هغه وخت خطرناک تمامېږي، چې له ۲۰۰ زړو څخه ډېر وژول شي.

د مڼو په زړو کې موجود ساینایډ په طبیعي ډول زیانمن وي، خو که په لږه اندازه وکارېږي، خپل زهرجن اغېز ختمولی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه عادت چې زموږ د روغتیا لپاره ډېر زیانمن تمامېږي

ډېری وختونه موږ پخپل ژوند کې په ځینو داسې عادتونو عمل کوو، چې په اړه …