کورپاڼه / هنر او کلتور / د شکیلا ناز او خیال محمد یوه پخوانۍ ورکه شوې سندره

د شکیلا ناز او خیال محمد یوه پخوانۍ ورکه شوې سندره

د مشهورو سندرغاړو استاد خیال محمد او شکیلا ناز یوه پخوانۍ ورکه شوې سندره اوس تازه شکیلا ناز راپېدا کړې او له خلکو سره يې شریکه کړې ده.

شکیلا ناز چې ډېر کلونه له پښتو موسیقۍ لیرې وه، په دې وروستیو کې بیا موسیقۍ ته راستنه شوې ده، چې د سندرو یو البم يې هم خپور شوی او په ټولنیزو رسنیو کې هم فعاله ده.

دا سندره چې شکیلا ناز په خپل یوت،وب چېنل کې خپره کړې ده، لینک يې په فېسبوکپاڼه کې هم اچولی دی.

نوموړئ له دې سندرې سره لیکلي دي: “دا غزل اول ما خیال محمد استاد ویلی و، خو زما غزل وروسته ورک شو او بیا ماه جبسن بهابهي دا غزل خیال لاله سره ریکارډ کړو. اوس دا ورک غزل په لاس راغلو، غواړم چې تاسو سره يې شریک کړم او د ریکارډ برخه شي. مننه”

د یادولو وړ ده چې شکیلا ناز ډېره موده له موسیقۍ لیرې وه، خو په دې تېرو کلونو کې يې له مشهور خبریال فاروق فراق سره واده وکړ او له هغه وروسته د موسیقۍ نړۍ ته یو ځل بیا راستنه شوه.

موسیقۍ ته د بیا ځلې راتګ وروسته د شکیلا ناز یو البم خپور شوی دی او وايي چې سږکال به د موسیقۍ یو بل البم هم ثبت او خپور کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اجی دیوګن د غوسه ناکو سکانو له لوري بې عزته شوې

د بالیووډ مشهور اداکار یا هنرمند د بزګرو پاڅون کوونکو د ملاتړ د نه کولو …