کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / شياومي يوازې په ٥ دقيقو کې ٣٥٠ زره موبايلونه پلورلي دي
شياومي موبايل ١

شياومي يوازې په ٥ دقيقو کې ٣٥٠ زره موبايلونه پلورلي دي

د چين د ټېکنالوژۍ مشهور شرکت شياومي تازه ايم اى ١١ فليګشپ موبايل بازار ته وړاندې کړى دى، چې لاس په لاس پلورل شوى دى.

شياومي تازه ويلي دي، چې دوى يوازې په ٥ دقيقو کې ٣٥٠ زره موبايلونه پلورلي دي، چې ټول ارزښت يې ٢٣٠ ميليونه امريکايي ډالره کېږي.

تېر کال، يعنې په ٢٠٢٠ کال کې د نړۍ په پنځه زياتو پلورل شويو موبايلونو کې دوه موبايلونه د شياومي هم شامل و.

شياومي موبايل ٢

اوس به په چين کې د شياومي د ايم اى ١١ فليګشپ موبايلونه د دويم ځل لپاره د جنورۍ په ٥مه نېټه بازار ته وړاندې شي، دا به په دوه ورژنو کې وي، چې له يو سره به چارجر هم وي او دويم به پرته له چارجر وي.

بل خوا د شياومي شرکت اعلان کړى دى، چې د خپل نوي موبايل ايم اى ١١ استازى به کوم مشهور شخصيت نه ټاکي، بلکې د شرکت اجراييوي رييس به د استازي په توګه هم وټاکي.

د شياومي شرکت د بازارموندنې مسوول وايي، چې د دوى د شرکت اجراييوي رييس لي جون د دې موبايل د استازي ټاکلو پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې ډېرى کاروونکو د دې غوښتنه وکړه.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …