کورپاڼه / روغتيا / د هیل (لاچي) حیرانوونکې روغتیایي ګټې
لاچي يا هيل

د هیل (لاچي) حیرانوونکې روغتیایي ګټې

ویل کېږي چې واړه یا شنه هیل (لاچي) په هر یو کور کې په عام ډول سره استعمالېږي، چې ګڼې روغتیایي ګټې هم لري او ډېری وخت د خوږو شیانو، چای او قهوه سره یوځای استعمالېږي، چې بیا د ذکر شوو توکو خوند ښه کوي او د خولې د بد بویۍ په مخنیوي کې ګټور تمامېږي. راځئ چې نن ورځ د هیل یا لاچي ځینې ګټې دلته ولولو:

چاغښت کموي او د خېټې وازده اوبه کوي:

چاغښت د ډېرو ناروغیو بنسټ یا رامنځته کوونکی عنصر دی، چې پرې اخته کسان یې د کمولو لپاره ورزشونه ترسره کوي، خو ځینې داسې کسان هم چې ورزش ته وخت نه لري، نو که چېرته دغه ډول کسان په منظم ډول سره هیل یا لاچي استعمال کړي، وزن یې کمېدلی شي.

طریقه:

وړوکی هیل، سونډ، نعناع، توره دانه، وطنۍ سپیرکۍ، توره زیره، بادیان ټول به شل، شل ګرامه راواخلئ او ښه به یې وټکوئ. بیابه یې هر سهار او ماښام په مړه خېټه یوه، یوه کاچوغه له قهوې سره وخورئ. وزن به مو کم شي.

وینه ډېروي:

هیل یا لاچي په بنسټیزه توګه د اوسپنې، کاپر او د ویټامین سي سربېره داسې ویټامین هم لري، چې د سرو کرویاتو په ډېرولو کې زیات ګټور تمامېږي او د اینیما د ناروغۍ لپاره وطنۍ درملنه ده.

د ذهني فشار لپاره:

شنه هیل یا لاچي د خپګان ضد وړتیاوې لري، چې نیمه کاچوغه د هیل پوډر په ورځ کې دوه یا درې ځلې خوړل، ژورخپګان، تشویش او نورې اروایي ستونزې حلوي.

لوړ فشار او د زړه ناروغیو ته ګټور وي:

شنه هیل یا لاچي په زیاته اندازه کلسیم، پوتاشیم، کلسیم او نور توکي لري، چې د وینې دوران ښه کوي او د فشار په کنټرول کې مرستندویه تمامېږي.

زهرجن توکي خارجوي:

ویل کېږي چې هیل د خپل ډي ټاکسن په عملیې سره د بدن زهرجن او فاسد توکي خارجوي او د سرطان په څېر د ځورونکو ناروغیو مخنیوی کوي.

د تېزابیت مخنیوی کوي:

د هیل په ژوولو سره د خولې لیاړې ډېرېږي، چې بیا د هضم په سیستم ګټور تمامېږي او د کولمو د ناروغیو مخنیوی هم کوي.

د خولې بد بویي ختموي:

که چېرته د ټولو هڅو سربېره بیاهم د خولې بد بویي نه شئ ختمولی، نو هیل یا لاچي وکاروئ، ځکه چې هیل د میکروبونو ضد خاصیت لري.

د خولې بد بویې له منځه وړي:

هر سهار په منظم ډول نیم کاچوغه د شنو هیلو پوډر خوړل، د خولې بد بویي له منځه وړي. دغه راز د پوستکي د تازه والي سبب هم ګرځي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …