کورپاڼه / هنر او کلتور / شاه رخ خان: په ٢٠٢١ کال کې به له مينه والو سره په سينما کې مخامخ شم
شاه رخ خان

شاه رخ خان: په ٢٠٢١ کال کې به له مينه والو سره په سينما کې مخامخ شم

د هندي سينما مشهور هنرمند شاه رخ خان خپلو مينه والو ته ويلي دي، چې د روان ٢٠٢١ کال کې به په سينما کې له دوى سره وويني.

د هندي سينما مخکښ هنرمند شاه رخ خان د ټولنيزو رسنيو په ټويټر وېبپاڼه کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې يې پکې په د نوي کال مبارکي مينه والو ته ورکړې ده او دا يې هم ورته ويلي دي، چې سږکال به بېرته سينما ته راوګرځي.

په ٢٠٢٠ کال کې د کورونا له امله تر ټولو زيات تاوان فلمي نړۍ ته هم ورسېد، چې په ډېرى هېوادونو کې سينماګانې بندې شوې او اوس هم په ځينو هېوادونو کې تړل شوې دي.

په هندي سينما کې هم لوى فلمونه ٢٠٢١ کال ته ځنډول شوي و، چې ښايي سږکال نندارې ته وړاندې شي.

شاه رخ خان چې په ٢٠١٨ کال کې په (زيرو) فلم کې ليدل شوى و، مينه والو ته يې ويلي دي، چې ٣ کاله وروسته به يې نوى فلم نندارې ته وړاندې شي.

شاه رخ خان چې په ٢٠٢٠ کال کې يې د يش راج فلمز شرکت د (پټان) په نوم فلم کې کار پيل کړى دى، د جنورۍ په مياشت کې به د دې فلم لپاره يو ځل بيا ثبت پيل کړي، چې دپيکا پاډوکون او جان ابراهام هم ورسره پکې کار کوي.

شاه رخ خان په خپله ويډيو کې وويل، چې ٢٠٢٠ کال چې هر ډول و، اوس د تېر تاريخ برخه ده، زه هيله لرم چې ٢٠٢١ کال به زموږ لپاره لوى، غوره او ښکلى وي.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان په دې ډول حالاتو له وړاندې اندیښنه ښودلې وه

د هندي سینما یا بالیووډ بې تاجه پاچا شاه رخ خان په دې ورځو کې …