کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په دې آسماني ریګ او تیږو ۱۵۰ میلونه ډالر مصرف راغلی دی
اسماني ريګ يا کاڼي

په دې آسماني ریګ او تیږو ۱۵۰ میلونه ډالر مصرف راغلی دی

د جاپان فضایي ادارې جاکسا د (ریوګو) په نوم له یو ځلېدونکي ستوري څخه د راوړل شوو تیږو او ریګ هغه تصویرونه خپاره کړی دي، چې تېر کال یې د یوې فضایي بېړۍ په وسیله راوړي او ۱۵۰ میلونه ډالر مصرف پرې راغلی و. که څه هم دغه ریګ په ځانته ډول یوازې څو ملي میتره غټوالی لري، چې ټول وزن یې ۵.۴ ګرامه دی، خو بیاهم د ساینسي څېړنو لپاره اکتفا کولی شي.

ویل کېږي چې جاپان دې بېړۍ ته د (هایابوسا ۲) نوم ورکړی او ددې لپاره یې تیار کړی وه، چې له ځلیدونکي ستوري څخه ریګ او تیږي راوړي. بله خوا د خوش بختۍ خبره داده چې د ذکر شوې بېړۍ ټول سون توکي نه دي مصرف شوي، چې په راتلوونکي کې به په فضایي سفرونو کې پراخوالی رامنځته کړي.

دغه راز ویل کېږي چې ذکر شوې بېړۍ به د خپلو پراخو شوو پروګرامونو له مخې به په ۲۰۲۶ کال د (سي سي ۲۱) په نوم د یو وړوکي ځلیدونکي ستوري له څنګه تېره شي.

وروسته له دې به په راتلوونکو دوو کلونو کې دوه ځلې د ځمکې له څنګه تېره او پخپل سرعت کې به ډېروالی راولي، بیابه په ۲۰۳۱ کال د (۱۹۹۸ کی وایي ۲۶) په نوم له یو بل ځلیدونکي ستوري له څنګه تېره او کتنه به یې وکړي. دغه راز په دې مرحله کې به له فضایي تیاري څخه ګټه پورته او زموږ د لمریز نظام څخه د باندې به نورې سیارې وګوري.

ريګ

خو دلته پوښتنه دا ده چې د ریوګو ستوری یې ولې انتحاب کړی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ویل کېږي چې د ریوګو د ځلیدونکي ستوري پوره نوم (۱۶۲۱۷۳ ریوګو) او د نورو ستورو څخه ډېر مختلف ستوری دی.

د سترګو په اړه ستور پوهان وایي، چې ستوري په عام ډول له سلیکان څخه جوړ او د اوسپنې په څېر فلزات لري، خو د (ریوګو) ستوری بیا له کاربن څخه جوړ شوی، چې په همدې سبب یې رنګ هم بېخي تور رنګه دي.

خو خبره تر دې ځایه نه ده، بلکې د اوبو په ګډون (ارګینګ کمپاونډ) په نوم مرکبونه هم لري. ساینسپوهان وایي چې په راوړل شوو تیږو او ریګ باندې د څېړنې وروسته به د ځمکې د ابتدایې او د لمریز نظام د ارتقا د مراحلو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

پر سپوږمۍ دوه میلیارده کاله وړاندې لاوا ایشېدله

د ساینسپوهانو یوې نړیوالې ډلې موندلې ده چې دوه میلیارده کاله وړاندې پر سپوږمۍ د …