کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ په ۱۱ کلن تاریخ کې تر ټولو ستر ریکارډ جوړ کړ

وټساپ په ۱۱ کلن تاریخ کې تر ټولو ستر ریکارډ جوړ کړ

ایا تاسې د دې اندازه لګولی شئ، چې د نوي کال په موقع به په وټساپ باندې څومره زنګونه وهل شوي وي؟

د وټساپ په ۱۱ کلن تاریخ کې سږکال په یوه ورځ کې تر ټولو زیات زنګونه شوي دي، چې شمېرې يې خپرې شوې. سږکال د نوي کال په موقع د تېر کال په پرتله پنځوس سلنه زیات زنګونه شوي دي.

د کورونا وبا له امله میلیونونو کسانو د خپاو خپلوانو او ملګرو سره د اړیکو لپاره له وټساپ ګټه پورته کړې ده.

د معلوماتو له مخې، د دسمبر د ۳۱مې نېټې په شپه ۱ میلیارد او ۴۰۰ میلیونو څخه زیات غږیز او ویډیويي زنګونه وهل شوي دي.

همدا راز په دغه شپه په انسټاګرام او فېسبوک کې تر ۵۵ میلیونو څخه زیات کسان لایف راغلي دي.

تېر کال، یعنې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر د ۳۱مې نېټې په شپه سل میلیارده پېغامونه لېږل شوي و، خو سږکال په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه یوازې په هند کې ۲۰ میلیارده پېغامونه لېږل شوي و. په دې سل میلیارده پېغامونو کې بیا په ۱۲ میلیارده پېغامونو کې عکسونه لېږل شوي و.

د یادولو وړ ده چې وټساپ په ټوله نړۍ کې دوه میلیارده کاروونکي لري، په ۲۰۱۸ کال کې د فېسبوک مسوولینو ویلي و، چې هره ورځ په وټساپ کې ۶۵ میلیارده پېغامونه لېږل کېږي.

وټساپ اپلیکېشن په ۲۰۱۴ کال کې فېسبوک اخیستی و او ویل کېږي چې په ۲۰۲۱ کال کې به په وټساپ کې د اعلانونو ښودل سیسټم هم فعال شي.

د فېسبوک د تخنیکي پروګرام مسوول ویلي دي، چې نور کله به هم د نوي کال پر مهال د فېسبوک اپلیکېشنونو کې زیات پېغامونه لېږل کېدل، خو سږکال د کورونا له امله د دې کچه بېخي زیاته شوه.

هغه همدا راز زیاته کړه، چې د فېسبوک تخنیکي ټیم شپه ورځ د سرویس په ښه کولو بوخت دی، تر څو خلکو ته د پېغامونو لېږلو په برخه کې کومه ستونزه رانشي.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …