کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې د انار دانو حیرانوونکې ګټې

د ژمي په موسم کې د انار دانو حیرانوونکې ګټې

ویل کېږي چې د انار دانې د تیارولو لپاره، هغه سپین رنګه او تروشه انار چې پرې شوي او خام وي، وچېږي. انار دانه د روغتیا له پلوه ډېره اغېزمنه وي، چې په طبیعي ډول د بېلابېلو ویټامینونو او معدني توکو په سبب د روغتیا لپاره ډېر ګټوره تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته د ژمي په موسم کې یو څه اندازه انار دانې په یوه پیاله اوبو کې وایشېږي او بیا یخې او چاڼ کړل شي، نو د هغه کسانو لپاره چې د زړه په ناروغیو اخته وي، په درملنه کې یې ګټه کولی شي او هغه کسان چې د (انجاینا) په ناروغۍ اخته وي، که چېرته ذکر شوې اوبه په برابره د تودوخې په درجه کې ورکړل شي، ډېرې حیرانوونکې پایلې به ترلاسه کړي.

ویل کېږي چې انار یا د انار دانو جوس په حیرانوونکې توګه د سینې په تکلیف او درد کې ګټور تمامېږي او له منځه یې وړي. یاده دې وي، چې انجاینا د سینې د درد یا د تکلیف ناروغۍ ته وایي، چې په عام ډول په زړه کې د وینې د کمښت په سبب رامنځته کېږي.

بله ویل کېږي چې ځینې خلک د ډېر مزل یاهم د ورزش په سبب ستړی او ساه، ساه کېږي، خو داسې کسان هم شته، چې په عادي ډول له ورته ستونزې سره مخ کېږي او د شرم احساس کوي، نو راځئ چې له نن څخه وروسته د ذکر شوې ستونزې څخه د انار دانې د چایو په وسیله خلاصون ترلاسه کړو.

د اړتیا وړ توکي:

  • لږې لندې غوندې انار دانې
  • یوه پیاله اوبه

طریقه:

  • یوه پیاله اوبه راواخلئ، و یې ایشوئ، بیا په همدغو اوبو کې تر دوو کاچوغو پورې انار دانې ور واچوئ، کله چې ښه جوش شوې، دانې ترې وباسئ او اوبه یې چاڼ کړئ.

دادی د انار دانو چای تیار شوی، اوس یې هر ورځ له ناشتې څخه دمخه استعمال کړئ او د ساه له اړوند ستونزو څخه پرې ځان وژغورئ. دغه پورتنی چای د شیریانونو فعالیتونه ښه کوي او د بندو شیریانونو په خلاصولو کې مرستندویه تمامېږي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …