د کرکټ په برخه کې د افغانانو لپاره د ویاړ خبره ده چې په لومړي ځل یو افغان په کوم بهرني تجارتي لیګ کې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان پخوانی کرکټر او د کرکټ بورډ پخوانی سرپرست اجراییوي رییس اسد الله خان د ابوظهبي ټي ۱۰ لیګ کې د دکن ګلیډیټرز لوبډې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د ټي ۱۰ لیګ سیالۍ د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي، چې ډېر شمېر افغان لوبغاړي هم پکې لوبېږي.
د یادولو وړ ده چې اسدالله خان د افغانستان کرکټ یو اه مسلکي او پوه کسانو څخه دی، خو له هغه سره د کرکټ بورډ له لوري ډېر زیاتی وشو او اوس په کور ناست دی.
نوموړی د افغانستان یوازینی کرکټ ویډیويي انالیسټ هم دی، همدا راز روزونکی دی او له نړیوالو سره د کرکټ په ژبه او د کرکټ په سیاست پوهېږي.
د تاجکستان د کرکټ فدراسیون مشر هم پاتې شوی او هلته يې هم د کرکټ لپاره ډېر کار کړی دی.
هغه د لږ وخت لپاره د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ټاکل شوی او بیا لیرې کړل شو، چې له هغه وروسته يې په کرکټ بورډ کې هم دنده نه ده ترسره کړې.