کورپاڼه / بېلا بېل / د ٢٠٢٠ کال تر ټولو ښايسته څېره وټاکل شوه
يايل شيلبيا ٢

د ٢٠٢٠ کال تر ټولو ښايسته څېره وټاکل شوه

د اسراييل يوې ١٩ کلنې نجلۍ د ٢٠٢٠ کال د تر ټولو ښايسته څېرې وياړ وګاټه او په دغه ليسټ کې يې لومړى مقام خپل کړ.

د ډيلي سټار وېبپاڼې د راپور په وېنا، د ٢٠٢٠ کال د نړۍ تر ټولو ښايسته څېرې اعلان وشو، چې سږکال دا وياړ د اسراييل ١٩ کلنې موډلې وګټلو.

دا ١٩ کلنه موډله يايل شيلبيا نومېږي، چې د ٢٠٢٠ کال تر ټولو ښايسته څېره ګرځول شوې ده. د يايل شيلبيا په اړه ويل کېږي، چې هغه اوسمهال په اسراييل کې پوځي ټريننګ ترلاسه کوي.

يايل شيلبيا ١

داسې ويل کېږي چې په اسراييل کې په هر کس دا لازمي ده، چې هغه بايد پوځي ټريننګ ترلاسه کړي او له همدې امله يايل شيلبيا هم اوس مهال پوځي ټريننګ کې بوخته ده.

يايل شيلبيا تېر کال په دې ليسټ کې په دويم مقام کې راغلې وه.

د ټي سي کينډلر د نړۍ ١٠٠ تر ټولو ښايسته څېرو کې لومړى مقام ترلاسه کوونکې يايل شيلبيا وايي، چې تر دې مخکې هغه په هېڅ شي کې لومړى مقام نه دى ترلاسه کړى، د نړۍ تر ټولو ښايسته څېرې په ګرځولو سره هغه ډېره خوشحاله ده.

يايل شيلبيا

يايل شيلبيا له ٢٠١٧ کال راهيسې د دې ليسټ برخه ده. هغه په ٢٠١٧ کال کې په ١٤م مقام کې راغلې وه، په ٢٠١٨ کال کې بيا په دريم مقام کې، په ٢٠١٩ کال کې په دويم مقام او اوس يې لومړى مقام خپل کړ او د نړۍ تر ټولو ښايسته څېره وګرځول شوه.

د يادولو وړ ده چې يايل شيلبيا په فلمي نړۍ کې هم ګام ايښى دى او داسې ويل کېږي، چې هغه د يو ميلياردر هونشو سومنر ريډ سټون ٣٥ کلن لمسي سره هم په اړيکه کې ده.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …